د وزيراعظم شهباز شريف د تركمانستان صدر سره ټيليفوني خبرې ٬ د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پيشرفت د اطمينان څرګندونه

لاهور ۔21مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ترکمانستان صدر سردار بردی محمدوف د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو په خاص توګه تجارت ٬ توان ٬ رابطه او سيمه ايز پرمختګ كښې د همكارۍ لا زياتولو عزم پخلے كړے دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د …

لاهور ۔21مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ترکمانستان صدر سردار بردی محمدوف د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو په خاص توګه تجارت ٬ توان ٬ رابطه او سيمه ايز پرمختګ كښې د همكارۍ لا زياتولو عزم پخلے كړے دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف كوچني اختر خوشحالۍ په موقع د تركمانستان صدر سردار بردی محمدوف سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ وزیراعظم د ترکمان صدر، ترکمان مشرتابه او ورور اولس له د كوچني اختر مباركي وركړه۔ د ترکمانستان صدر هم زياتې مېنې سره ددې پاكستانۍ مشرتابه او اولس له د اختر مباركي او دوئي له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوارو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو په خاص توګه تجارت ٬ توان ٬ رابطه او سيمه ايز پرمختګ كښې د همكارۍ لا زياتولو عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو په سيمه ايزو چارو كښې د همكارۍ او په خاص توګه د شريكو ګټو منصوبو د مخ په وړاندې بوتللو په اهميت زور راوړو۔

مزید خبریں