كوچنې اختر په حقيقت كښی د روژې مياشتې د عبادت ٬ صبر ٬ تقوي او ايثار بدله ده: د صدر مملكت آصف علي زرداري د كوچني اختر په موقع پيغام

اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری ټول پاكستاني اولس له د كوچني اختر د خوشحالو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كوچنې اختر په حقيقت كښی د روژې مياشتې د عبادت ٬ صبر ٬ تقوي او ايثار بدله ده۔ صدر مملكت د كوچني اختر په موقع خپل پېغام كښې ووئيل دا ورځ مونږ ته د پاك پروردګار د رحمت ٬ بخښنې او بندګۍ احساس سره سره د …

اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری ټول پاكستاني اولس له د كوچني اختر د خوشحالو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كوچنې اختر په حقيقت كښی د روژې مياشتې د عبادت ٬ صبر ٬ تقوي او ايثار بدله ده۔ صدر مملكت د كوچني اختر په موقع خپل پېغام كښې ووئيل دا ورځ مونږ ته د پاك پروردګار د رحمت ٬ بخښنې او بندګۍ احساس سره سره د يو نوې روحاني ژوند پېل كولو پېغام راكوي۔ پروردګار په قرآن عظيم الشان كښې فرمائي مومنانو په تاسو روژې فرض كړې شوي دي لكه څنګه چې په هغو خلكو فرض كړې شوې وې كوم چې تاسو نه وړاندې وو دغسې چې تاسو كښې تقوي پېدا شي۔ ده ووئيل د اختر اصل پېغام تقوي ٬ ځان سره حساب كول او اخلاقي پاكوالې دې۔ رسول اکرم (ص) فرمائي څوكه د اېمان او ثواب په خاطر روژه نيېسي نو د هغه مخكښې ټول ګناهونه معاف كيږي۔ صدر مملكت ووئيل دا ورځ مونږ ته ددې خبرې تلقين كوي چې مونږ په خپلو خوشحالو كښی خپل چاپېريال كښې ژوند كوونكي بې وزله كسان هم شريك كړو او په ټولنه كښې د ذمه وارۍ احسا قومي كړو۔ صدرِ مملکت دعا وكړه چې پروردګار دې مونږ له توفيق راكړي چې په منطقه كښې د پېښو مصيبتونو دا ډول مقابله وكړو چې ورسره د اسلامي نړۍ اتحاد قائم پاتې شي او په نړۍ كښې امن په ځاې كړې شي۔ صدر مملكت ووئيل زه لاس په دعا يم چې پروردګار زمونږ عبادتونه قبول كړي٬ پاكستان د امن او سلامتيا په لاره روان وساتي او مونږ ته يووالي سره مخ په وړاندې د تللو توفيق راكړي۔ آمین!

مزید خبریں