حكومت د ځنګلونو رقبه كښې زياتوالي او ځپلې شوې زمكې بحالۍ له اقدامات كوي :صدر مملکت آصف علی زرداری

اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) حكومت د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت دلارې د ځنګلونو رقبه كښې زياتوالي او د ځپلې شوې زمكې بحالۍ له اقدامات كوي٬ د ګرين پاكستان پروګرام لاندې 125 اربه څخه د زياتو روپو سرمايه كاري شوې ده او 2 اربه څخه زيات بوټ نال كړې لګولې شوي دي۔ صدر مملكت ددې خيالاتو څرګندونه د ځنګلونو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ صدر مملکت …

اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) حكومت د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت دلارې د ځنګلونو رقبه كښې زياتوالي او د ځپلې شوې زمكې بحالۍ له اقدامات كوي٬ د ګرين پاكستان پروګرام لاندې 125 اربه څخه د زياتو روپو سرمايه كاري شوې ده او 2 اربه څخه زيات بوټ نال كړې لګولې شوي دي۔ صدر مملكت ددې خيالاتو څرګندونه د ځنګلونو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ صدر مملکت ووئيل د دې كال سرخط’’ځنګلونه او معيشت ‘‘ مونږ ته دا خبره ياده وي چې ځنګلونه يوازې قدرتی مقامات ته نه بلكې زمونږ معيشت او ټولنې لپاره مهم وسائل دي۔ صدر مملکت ووئيل په پاكستان كښې ځنګلونه نزدې 4.1 ملین هېكټر رقبه خپور دي او دا د ټولې زمكې 5 فیصد جوړېلي۔ هر كال نزدې 11,000 هېکټر ځنګلونه ختمېږي۔ ددې تحفظ زيات ضروري دے۔ صدر مملكت ووئيل حكومت حكومت د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت دلارې د ځنګلونو رقبه كښې زياتوالي او د خرابې شوې زمكې بحالۍ له اقدامات كوي٬ د ګرين پاكستان پروګرام لاندې 125 اربه څخه د زياتو روپو سرمايه كاري شوې ده او 2 اربه څخه زياتې اونې لګولې شوې يا وېشلې شوي دي۔ صدر مملكت ووئيل زه حكومتي ادارو ٬ استاذانو ٬ ځوانانو ٬ كاروباري وګړو او ځائي كميونټيز ته اپېل كوم چې هغوي د ځنګلونو په خوندي كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ صدر مملکت ووئيل مونږ د خپل عزم او ګډه ذمه واري ترسره كولو سره د قدرتي ورثې حفاظت كولې شوو او راتلونكو نسلونو لپاره يو زيات سوكالۍ پاكستان تشكيل كولې شوو۔

مزید خبریں