اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې پاکستان تحقیق، د معلومات تبادلې، د ابتدائی خبردارۍ نظام او ماحولیاتی مالی مرستې ته لاس رسۍ لپاره د زياتېدونكي اشتراك ملاتړ كوي دغسې چې كمزورې غرئيزې سيمې د بدلېدونكو حالاتو په غوره ډول مقابله وكړې شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د برفانی ګلېشیئرز نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښی وكړه۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان لپاره …
زمونږ ګلیشیئرز د پاکستان آبی تحفظ او د هغه ماحولیاتی نظامونو استحكام لپاره مركزي حيثيت لري كوم ته چې مونږ زياته اړتيا لرو: د صدر مملکت د برفانی ګلیشیئرز نړيوالې ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې پاکستان تحقیق، د معلومات تبادلې، د ابتدائی خبردارۍ نظام او ماحولیاتی مالی مرستې ته لاس رسۍ لپاره د زياتېدونكي اشتراك ملاتړ كوي دغسې چې كمزورې غرئيزې سيمې د بدلېدونكو حالاتو په غوره ډول مقابله وكړې شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د برفانی ګلېشیئرز نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښی وكړه۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان لپاره د هندوکش، قراقرم او همالیه ګلېشیئرز په هغه مهمو قدرتي نظامونو كښې شامل دي په كوم چې هېواد تكيه كوي۔ 13 زره څخه زيات ګلېشیئرز سره غرئيزې لړۍ قطبي سيمو څخه وروستو د واورې لويه زېرمه لري۔ ده ووئيل هم دا ګلېشیئرز د سندھ درياب ته اوبه وركوي كوم چې زمونږ دكركيلې ٬ د توان پېداوار او اوبو تر ټولو لويه سرچينه ده۔ صدر مملکت ووئيل ماحولياتي بدلون سره د ګليشيئر ويلې كېدو رفتار تند شوے دے چې ورسره د واورې تالابونو ناڅاپي شېلېدلو خطرې زياتې شوي دي۔ صدر مملکت ووئيل زمونږ د نن پرېكړې زمونږ د سباؤن او راتلونكو نسلونو د خېر ښېګړې تعين كوي۔










