برسلز 02 مارچ (اے پي پي) اروپائي ائتلاف په ايران او منځني ختيز كښې تندۍ سره په بدلېدونكې وضعه سخته اندېښنه ښكاره كولو سره ټولو ډلو ته د زغم څرګندونې اپيل كړے دے۔ دا خبره د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ څانګې مشر کايا کالاس خپل يو بيان كښې كړې۔ ده ووئيل چې په منطقه كښې د هر ډول اوږد جنګ نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ ده د وګړو په …
د اروپائي ائتلاف په ايران او منځني ختيز كښې په روانه وضعه د انديښنې څرګندونه٬ ټولو ډلو ته د زغم او صبر اپيل

مزید خبریں
برسلز 02 مارچ (اے پي پي) اروپائي ائتلاف په ايران او منځني ختيز كښې تندۍ سره په بدلېدونكې وضعه سخته اندېښنه ښكاره كولو سره ټولو ډلو ته د زغم څرګندونې اپيل كړے دے۔ دا خبره د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ څانګې مشر کايا کالاس خپل يو بيان كښې كړې۔ ده ووئيل چې په منطقه كښې د هر ډول اوږد جنګ نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ ده د وګړو په تحفظ٬ د ملګرو ملتونو په منشور او د نړيوال بشري قانون په بشپړه احترام زور رواړو۔ ده ووئيل ائتلاف به په تاٶ تريخوالي كښې كمي او د ايران اتومي وسلې ترلاسه كولو څخه د منع كولو مسئلې تل پاتي حل لټولو له سفارتي هڅې روانې ساتي۔ ده په ايران زور راوړو چې ھغه دې هم د اتوامي توان نړيوال ادارې (آئي اے اي اے) سره مرسته وكړي۔








