په ګرده نړۍ كښې د كال 2025 په مهال 7 زره 667 غېر قانوني هېواد پریښودونكې مړه او بې دركه شوي٬ملګري ملتونه

ملګري ملتونه۔ 27 فروري(اےپي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په كال 2025 كښې په ګرده نړۍ كښې 7 زره 667 غېر قانوني هېواد پړیښودونكې مړه او بې دركه شول۔ د چين خبر رسنې ادارې شهنوا تر مخه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند سټيفن دو جارك مېيډيا سره خبرو كښې ووئېل دا شمېرې د انټرنېشنل آرګنائزېشن فار مائيګرېشن په تازه راپور اډانه دي۔ د راپور تر مخه د هجرت …

ملګري ملتونه۔ 27 فروري(اےپي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په كال 2025 كښې په ګرده نړۍ كښې 7 زره 667 غېر قانوني هېواد پړیښودونكې مړه او بې دركه شول۔ د چين خبر رسنې ادارې شهنوا تر مخه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند سټيفن دو جارك مېيډيا سره خبرو كښې ووئېل دا شمېرې د انټرنېشنل آرګنائزېشن فار مائيګرېشن په تازه راپور اډانه دي۔ د راپور تر مخه د هجرت په مهال غېر قانوني كډوال د سمندر د لارې تر ټول زيات خطري وګرځېدل٬ په بحيره روم كښې د لږ نه لږ 2 زره 185 كسان ډوب او بې دركه شول او د مغربي افرېقې نه د بحر اوقيانوس د لارې د كينرې جزائر پلو د تلونكې 1 زره 214 كسان مړه يا بې دركه كېدل درج كړې شوي۔ وياند ووئېل هر څو چې د تېر كال په مقابل كښې د مرګونو شمېره لږه شوې ده خو اندیښنه ده چې اصل شمېره به د دې نه ډېره زياته وي۔ د ادارې تر مخه په كال 2024 كښې نزدې 9 زره 200 كسان د هجرت كولو په مهال مړه او بې ركه شوي ٬ كومه چې د سږ كال په مقابل كښې زياته شمېره ده۔ ملګرو ملتونو په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې د انساني ځانونو تحفظ لپاره خوندي او وقار لرونكے هجرت باوري كولو لپاره ګامونه واخلي۔

مزید خبریں