ابوظهبي 26 فروري (اے پي پي) متحده عرب امارات (يو اے اي) د پاکستان په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبه كښې په پوليس افسرانو ترسره شوي ترهګر بريدونه په سختو ټكو غندلي دي په كومو كښی چې يو شمېر كسان شهيدان او ژوبل شوي۔ د اماراتي نيوز ايجنسي "وام" له مخې خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي چې متحده عرب امارات د دې مجرمانه كاروائيو په سختۍ سره غندنه …
يو اے اي په خيبر پښتونخوا او پنجاب كښې د ترهګرۍ بريدونه وغندل

مزید خبریں
ابوظهبي 26 فروري (اے پي پي) متحده عرب امارات (يو اے اي) د پاکستان په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبه كښې په پوليس افسرانو ترسره شوي ترهګر بريدونه په سختو ټكو غندلي دي په كومو كښی چې يو شمېر كسان شهيدان او ژوبل شوي۔ د اماراتي نيوز ايجنسي “وام” له مخې خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي چې متحده عرب امارات د دې مجرمانه كاروائيو په سختۍ سره غندنه كوي او سلامتيا او استحکام ته د زيان رسوٶنكي هر ډول انتها پسندي او ترهګرۍ مسترد كولو سره اړوند د خپل دريځ پخلې كوي۔ خارجه وزارت په دې بريدونو كښې ځپليو كورنيو ٬ د پاكستان حكومت او اولس سره د همدردۍ او غمرازۍ او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔








