پیرو كښې د زياتو بارانونو او سیلاب له امله په زرګونو خلق بې كوره شول

لیما 24فروري(اے پي پي )د سوئېلې امریکې هېواد پیرو په سوئېلې سيمو ایکا او اریکویپا كښې د سختو بارانونو او سیلاب له امله د خاورو كمر رغړېدو څخه پلار او ځوے د لاندې شول او د ژوند بازي يې وبېلله ٬ دغسې 5,500 كورونه ځپلې شوي او ګڼو كسانو ته كډه په سر شوه ۔ د الجزیرہ تر مخه د اریکویپا چارواكو وئېلې دي سوئېلې سيمو ایکا او اریکویپا كښې …

لیما 24فروري(اے پي پي )د سوئېلې امریکې هېواد پیرو په سوئېلې سيمو ایکا او اریکویپا كښې د سختو بارانونو او سیلاب له امله د خاورو كمر رغړېدو څخه پلار او ځوے د لاندې شول او د ژوند بازي يې وبېلله ٬ دغسې 5,500 كورونه ځپلې شوي او ګڼو كسانو ته كډه په سر شوه ۔ د الجزیرہ تر مخه د اریکویپا چارواكو وئېلې دي سوئېلې سيمو ایکا او اریکویپا كښې د طوفاني بارانونو تباهي كړې ده ، چې له امله يې نزدې 5,500 كورونه وځپلے شول ۔ د اریکویپا چارواكو د عبوري حكومت صدر نه غوښتنه كړې ده چې په سيمه كښې بيړنې حالت نافذ کړي ۔ ګورنر اعلان كړے چې د سیلاب ځپلو كسانو لپاره يو شمېر پناہ ګاهونه جوړېږي ۔ د پیرو وزارتي کونسل ووئېل په ګرد هېواد كښې 700 نه زياتو ضلعو كښې هنګامي حالت نافذ کړے شوے ۔ د اریکویپا په سيمه کایما كښې يو ګاډې نيم په خاروه كښې ډوب وليدلے شو او ناڅاپي سیلابي چپو ګن ګورونه كېنولو ته نزدې كړې دي او سړكونه تباہ شول ۔ ایسوسي ایټد پریس رپورت كړه چې په لینډ سلائیډنګ كښې د ګېر شوي پلار او ځوي مړي راويستلې شوي ۔د سیلاب په مهال د مرستې کارروائیو كښې بوخته يوه پوځي چورلكه په پرېوتو تباه شوه چې پكښې 15 كسان مړه شول ۔

مزید خبریں