واشنګټن 24 فروري (اے پي پي) د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د ايران په ضد د ممكنه پوځي كارروائۍ مشري به د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمين جنرال ډين کين كوي٬ خو ده په دې خبره هم زور راوړو چې امريكا به ايران سره تړون ته ترجيح وركوي۔ د شنهوا له مخې د صدر ټرمپ دا بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے كله چې …
د ايران په ضد د ممكنه پوځي كارروائۍ مشري به جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمين جنرال ډين کين كوي: ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن 24 فروري (اے پي پي) د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د ايران په ضد د ممكنه پوځي كارروائۍ مشري به د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمين جنرال ډين کين كوي٬ خو ده په دې خبره هم زور راوړو چې امريكا به ايران سره تړون ته ترجيح وركوي۔ د شنهوا له مخې د صدر ټرمپ دا بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے كله چې د امريكې ورځپاڼې “دي واشنګټن پوسټ” خپل رپورټ كښې وئيلي دي چې جنرل ډين کين تېره اوونۍ په سپينه ماټۍ كښې د غونډې په مهال د ممكنه بريد په نتيجه كښې د رامخې ته كېدونكو خطرو په اړه وئيلي وو۔ د رپورټ له مخې د مهمو وسلو كمې او د اتحاديانو محدود ملاتړ امريكائي ځواكونو لپاره د اضافې خطرو سبب جوړېدے شي۔ بلخوا د امريکې او ايران ترمېنځه د مذاكراتو نوې پړاٶ په جنېوا كښې شېډول شوے چرته چې به د ايران په اتومي پروګرام، د يورينيم د افزودګۍ په سطح او په بنديزونو كښې د نرمۍ په څېر په چارو بحث كولے شي٬ د يادونې وړ ده چې د دې نه وړاندې په دوه پړاٶنو كښې كوم ځانګړې پېشرفت نه دے رامخے ته شوے۔








