د عمره كوونكو اسانۍ لپاره د اردو پشمول 16 ژبو كښې عمره و زيارت ګائيډ جاري كړے شو

رياض۔ 23 فروري( اے پي پي) د سعودي د حج و عمره وزارت د زائرېن اسانيو لپاره د اردو بشمول 16 ژبو كښې د عمره و زيارت كوونكو لپاره ګائيډ جاري كړے دے د كوم مقصد چې زائرېن ته د هغوي په ژبه كښې مهم معلومات ورسول دي۔ د سعوي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د عمره زائرين اسانيو لپاره په جاري ګائيډ كښې د عمره و …

رياض۔ 23 فروري( اے پي پي) د سعودي د حج و عمره وزارت د زائرېن اسانيو لپاره د اردو بشمول 16 ژبو كښې د عمره و زيارت كوونكو لپاره ګائيډ جاري كړے دے د كوم مقصد چې زائرېن ته د هغوي په ژبه كښې مهم معلومات ورسول دي۔ د سعوي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د عمره زائرين اسانيو لپاره په جاري ګائيډ كښې د عمره و زيارت مختلف پړاونو په حقله تفصيلي معلومات وركرے شوي دي ٬ په هغې كښې د عمره مزل لپاره د چمتوالي نيولو نه واخلې د وېزے او په نسك د عمره پرمټ تر لاسه كول٬ په الحرمېن الشرفين كښې د ټرانسپورټېشن نه علاوه د ستنېدو په اړه په اسانه ژبه كښې لارښونه شوې ده۔ د دې ګائيډ اسانولو لپاره عسكونه هم پكښې شامل كړې شوي دي او د بېلا بېلو ځايونو نقشې او معلوماتي وېډيوز هم شته دغسې چې زائرين د كومې ستونزې سره مخ نشي۔ ډيجيټل ګائيډ بك كښې د احرام چارو ٬ طواف ٬ سعي او د حرمېن شريفېن د آداب نه علاوه حرمېن شريفين كښې د وركړے كېدونكو بنيادي خدمات بيان كرې شوي دي۔ د وزارت وېنا ده د عمره و زيارت ګائيډ مقصد د عمره زائرين ته ښه خدمات باوري كول دي۔

مزید خبریں