بيجنګ ۔23 فروري (اے پي پي) چين په امريكا زور راوړے دے چې د سپريم كورټ د اړخه د صدر ټرمپ زياتره اقدامات مسترد كولو نه پس هغه ټېرفس دې مسنوخ كړے شي د كومو اعلان چې د امرېكې صدر په يو اړخيزه توګه كړے ؤ۔د اردو نيوز تر مخه دا خبره د چين تجارت وزارت د ګل په ورځ خپل بيان كښې وكړه۔ وزارت ووئېل مونږ د دغې پرېكړې …
د امريكائي سپريم كورټ پرېكرې نه پس يو اړخيزه ټېرف دې ختم كړے شي ٬ چين

مزید خبریں
بيجنګ ۔23 فروري (اے پي پي) چين په امريكا زور راوړے دے چې د سپريم كورټ د اړخه د صدر ټرمپ زياتره اقدامات مسترد كولو نه پس هغه ټېرفس دې مسنوخ كړے شي د كومو اعلان چې د امرېكې صدر په يو اړخيزه توګه كړے ؤ۔د اردو نيوز تر مخه دا خبره د چين تجارت وزارت د ګل په ورځ خپل بيان كښې وكړه۔ وزارت ووئېل مونږ د دغې پرېكړې د اثرات يو جامع جائزه اخلو او د امرېكې نه د تېرف د لرې كولو غوښتنه هم كوي۔ بيان كښې وئېلي شوي دي چين په امريكا زور راوړي چې په تجارتي شراكتدارو لګولې شوي تېرف منسوخ كړي ۔ په تجارتي جنګ كښې څوك فاتح نه وي او د تحفظ خوښۍ لاره چرته نه ځي ۔ د چين خارجه وزارت وېنا ده د امرېكې د اړخه د محصولات زياتېدونكې لړۍ ته دېره پام لرنه كېږي ۔ وزارت ووئېل امريكا دا وخت پخپلو تجارتي شراكت دارو لګولي شوي محصولات برقرار ساتلو لپاره د تجارتي تحقيقات غوندې د متبادل اقدامات منصوبه جوړوي ٬ چين به دغې ته په جدي توګه ګوري او د خپلې ګتې به كوټلې دفاع كوي۔ واضحه دې وي چې د امرېكې عدالت د جمعې په ورځ د 6 او 3 په تناسب سره پرېكړه اورولې وه چې د 1977 قانون تر مخه صدر ټرمپ د ټېرف لګولو اختيار نه لري٬ كوم كښې چې هغه په ګڼو هېوادونو ټيكس ولګول او ورسره په نړيوال جارت كښې شديد كمے زياتے راغلو۔ صدر ټرمپ په دې د شديد غبرګون څړګندونې سره د يو بل قانوني اختيار تر مخه په درآمدات 10 فيصد نوې ډيوټي لګولو او تر خالي ورځې دغه 15 فيصد ته د رسولو اعلان وكړو۔ د رپورټس تر مخه 15 فيصد نوې ډيوټيز د نهې په ورځ پېل كېدونكې ده كومه به چې تر 150 ورځو دوام لري جې پكښې څه څيزونو لپاره كمے هم شته ۔ د امرېكې تجارتي استازي جيمې سن ګرېز تېره ورځ ميډيا استازو ته ووئېل د عدالتي حكم نه پس به هم د چين٬ اورپائي ائتلاف او نورو شراكت دارو سره تجارتي لوظ نامې نافذ وي۔








