ابوجا ۔19فروري (اے پي پي ) نائیجیریا كښې د اوسپنې په کان كښې د ګاز چاودنې په نتیجه كښې د لږ نه لږ 38 کان کندونكې مړه او ګڼ ژوبل شول ۔ د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د ځايي چارواكو حکام تر مخه ووئېل پیښه د لوکل ګورنمنټ سيمه زرک کمیونټي كښې رامخې ته شوه ٬ د چارواكو وېنا وه کان كښې د يوې شخصي کمپنۍ تر سېوري لاندې …
نائیجیریا كښې د ګاز چاودنه، 38 کان کندونكې مړه ، ګن ژوبل

مزید خبریں
ابوجا ۔19فروري (اے پي پي ) نائیجیریا كښې د اوسپنې په کان كښې د ګاز چاودنې په نتیجه كښې د لږ نه لږ 38 کان کندونكې مړه او ګڼ ژوبل شول ۔ د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د ځايي چارواكو حکام تر مخه ووئېل پیښه د لوکل ګورنمنټ سيمه زرک کمیونټي كښې رامخې ته شوه ٬ د چارواكو وېنا وه کان كښې د يوې شخصي کمپنۍ تر سېوري لاندې كار كېدلو چرته چې زياتره مزدوران د زمكې دننه په سرنګونو كښې بوخت وو ۔ د ابتدائي اطلاعات تر مخه په زمكه كښې دننه د زهریلي ګازونو په خاص توګه کاربن مانو آکسائیډ د جمع كېدو څخه چاودنه وشوه كومه چې د زيات کار په وخت رامخې ته شوه ۔ ځايي قبائېلي لاروښودو پیښه تباهۍ كونكې وګرځوله ۔ لنډ مهاله ښار وال علیو ادامو ادریس تر مخه په حق رسېدلو كښې زياتره ځوانان دي د چا عمرونه چې د 20 نه تر 35 كالو تر مينځه وو ۔ د هغه وېنا وه دا پیښه د برادرۍ لپاره توره ورځ ده٬ كومې چې په زرګونو خلق غم جن كړل ۔ د ریاستي پولیس وياند الفریډ الابو ووئېل امنيتي اہلکار د پیښې په ځائے تعیناتولو سره سيمه ولقه كښې اغستلې شوې ۔ دغسې چارواكو د پیښې پلټنې پېل كړې دي ۔








