د بنګله ديش د 13م پارليمنټ نوي منتخب غړو سوګند پورته كړو

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د بنګله ديش د 13م قومي پارليمنټ نوي منتخب غړو د نهي په ورځ پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې سوګند پورته كړې دے ، چيف اليکشن کمشنر اے اېم اېم ناصر الدين د هغوي څخه سوكڼد اخستے۔ډھاکه ټربيون له مخې نوي کابينې غړو پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې سوګند پورته كړې۔ نوي منتخب غړو څخه سوګند اخستلو نه پس به چيف اليکشن کمشنر د آئيني اصلاحاتي …

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د بنګله ديش د 13م قومي پارليمنټ نوي منتخب غړو د نهي په ورځ پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې سوګند پورته كړې دے ، چيف اليکشن کمشنر اے اېم اېم ناصر الدين د هغوي څخه سوكڼد اخستے۔ډھاکه ټربيون له مخې نوي کابينې غړو پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې سوګند پورته كړې۔ نوي منتخب غړو څخه سوګند اخستلو نه پس به چيف اليکشن کمشنر د آئيني اصلاحاتي کونسل غړو څخه هم سوګند اخلي۔آئين له مخې سپيکر يا ډپټي سپيکر غير موجودګۍ كښې چيف اليکشن کمشنر د پارليمنټ نوي منتخب غړو څخه سوګند اخلي، نوي منتخب غړو سوګند پورته كولو دستوري په موقع د پارليمنټ په خوا كښې د سکيورټي انتظامات شوې ؤ۔سوګند پورته كولو دستوره كښې يو زر څخه زيات ځائې او غير ملکي ميلمنو ګډون كړې۔دې څخه وړاندې اليکشن کمېشن په 12 فروري شوي ټاكنو نه پس په 13 فروري د 297 منتخب غړو ګزټ نوټيفکيشن جاري کړې ؤ۔ اليکشن کمېشن سرکاري نتيجو له مخې د بنګله دېش نيشنلسټ ګژند مشرۍ كښې اتحاد 297 كښې 211 چوكۍ ترلاسه كړي،دغسې د بنګله دېش جماعت اسلامي په مشرۍ كښې 11 ګونديز اتحاد 77 چوكۍ ترلاسه كړي۔7 آزاد كانديدان كامياب شوي۔

مزید خبریں