واشنګټن 17 فروري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ کيوبا يو ناکامه هېواد ګرځولو سره وئيلي بايد د امريكا سره لوظنامه وكړي۔ اردو نيوز له مخې ده د ګل په ورځ ايئر فورس ون كښې خبريالانو سره خبرو په مهال کيوبا كښې د حکومت بدلولو لپاره’’وينزويلا په طرز کارروائي‘‘ كولو امکان مسترد کړو۔ده ووئيل دا مهال کيوبا يو ناکام هېواد دے۔هغه څخه پوښتنه وشوه چې امريکا کيوبا كښې …
کيوبا ناکام هېواد دے،امريکا سره دې لوظنامه وكړي۔صدر ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن 17 فروري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ کيوبا يو ناکامه هېواد ګرځولو سره وئيلي بايد د امريكا سره لوظنامه وكړي۔ اردو نيوز له مخې ده د ګل په ورځ ايئر فورس ون كښې خبريالانو سره خبرو په مهال کيوبا كښې د حکومت بدلولو لپاره’’وينزويلا په طرز کارروائي‘‘ كولو امکان مسترد کړو۔ده ووئيل دا مهال کيوبا يو ناکام هېواد دے۔هغه څخه پوښتنه وشوه چې امريکا کيوبا كښې د حکومت ختمولو لپاره د وينزويلا په ډول د كومي كاروائي كولو اراده لري چې پكښې د هغه ځائې صدر نکولس مادورو نيولې شوي،د دې په ځواب صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل زما نه دې خيال چې داسې به ضروري وي۔ده دا اعتراف هم وكړو چې ايندھن کمې هېواد ته زيان رسوي او دا د انسانيت لپاره خطر هم دے۔د امريکې صدر د دغه ممكنه معاهدے کوم تفصيل نه دې ښودلې او ئې دا واضحه كړي چې څخه به څه ترلاسه كولې شي۔








