د رومانیه صدر د بورډ آف پیس غونډه كښې د مبصر په حیث د ګدون اعلان

بخارسټ ۔16فروري (اے پي پي)د رومانيه صدر نیکوسور ډین اعلان کړے دے چې هغه به د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په جوړ كړي ’’بورډ آف پیس‘‘ وړومبۍ غونډه كښې د مبصر په حیث ګدون كوي ۔ د اے ایف پي تر مخه هغه تېره ورحځ په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس خپل بیان كښې ووئېل زه به راروانه اوونۍ كښې امریکا كښې د بورد آف پیس په وړومبۍ غونډه كښې …

بخارسټ ۔16فروري (اے پي پي)د رومانيه صدر نیکوسور ډین اعلان کړے دے چې هغه به د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په جوړ كړي ’’بورډ آف پیس‘‘ وړومبۍ غونډه كښې د مبصر په حیث ګدون كوي ۔ د اے ایف پي تر مخه هغه تېره ورحځ په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس خپل بیان كښې ووئېل زه به راروانه اوونۍ كښې امریکا كښې د بورد آف پیس په وړومبۍ غونډه كښې ګدون كوم ، كوم چې د جو د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د بلنې په ځواب كښې دے ۔ یاد دې وي د دې نه وړاندې د رومانیه صدر نیکوسور ډین وئېلي وو د دوي هېواد د صدر ټرمپ په مشرۍ كښې په بورد آف پیس غونډه كښې د رسمي ګدون په اړه لا غور کوي ۔

مزید خبریں