ریاض ۔16فروري (اے پي پي )د سعودي عرب سپریم کورټ په مملکت كښې ټولو مسلمانانو ته سبا د نهې په ورځ په 17 فرورۍ ماښام د رمضان المبارک سپوږمۍ كتلو غږ کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه بیان كښې درخواست وشو چې څوك هم مياشت /سپوږمۍ په سترګو یا دوربین د كتلو هڅه وكړي هغه دې په نزدې عدالتي مرکز كښې خپله ګواهي ریکارډ کړي ۔ سپریم …
د سعودي سپریم کورټ د نهې په ورځ ماښام د سپوږمۍ كتلو غږ وكړو

مزید خبریں
ریاض ۔16فروري (اے پي پي )د سعودي عرب سپریم کورټ په مملکت كښې ټولو مسلمانانو ته سبا د نهې په ورځ په 17 فرورۍ ماښام د رمضان المبارک سپوږمۍ كتلو غږ کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه بیان كښې درخواست وشو چې څوك هم مياشت /سپوږمۍ په سترګو یا دوربین د كتلو هڅه وكړي هغه دې په نزدې عدالتي مرکز كښې خپله ګواهي ریکارډ کړي ۔ سپریم کورټ ووئېل د نهې په ورځ په 17 م فرورۍ د ام القری کلینډر تر مخه سبا 29 شعبان دے۔ كه د نهې په ورځ ماښام مياشت ولېدلې شوه نو وړومبۍ روژه به د شورو په ورځ په 18 م فرورۍ وي ، د سپوږمۍ نه ليدلے كېدو په صورت به شعبان د 30 ورځو وي او وړومبۍ روژه به د زيارت په ورځ په 19 فروري وي ۔








