ډريپ كښې روان اصلاحات سره به فارماسيوټيکل انډسټري استحکام ومومي٬ د سرمايه كارو باور به بحال شي۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي ډريپ كښې د روان اصلاحات سره به فارماسيوټيکل انډسټري استحکام ومومي٬ د سرمايه كارو باور به بحال شي، د داروګابو برآمدات زياتولو لپاره موثره اقدامات روان دي او د ميډيکل ډيوائسز نظام ډيجيټائز كړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايبټ ليبارټريز پاکستان منيجنګ ډائريکټر او د فارما بيورو چيئرمېن سره …

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي ډريپ كښې د روان اصلاحات سره به فارماسيوټيکل انډسټري استحکام ومومي٬ د سرمايه كارو باور به بحال شي، د داروګابو برآمدات زياتولو لپاره موثره اقدامات روان دي او د ميډيکل ډيوائسز نظام ډيجيټائز كړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايبټ ليبارټريز پاکستان منيجنګ ډائريکټر او د فارما بيورو چيئرمېن سره په ملاقات كښې كړې٬ په دې موقع د روغتيا په څانګه كښې په روان اصلاحات، د داروګانو په شتون او د ريګوليټري په چارو په تفصيل سره خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال چيف ايګزيکټو آفيسر په ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان (ډريپ) كښې د شوو عملي اقداماتو ستائنې كولو سره ووئيل دې اصلاحات سره به فارماسيوټيکل صنعت ته په ورمخې ته چېلنجز كښې كمے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د اصلاحاتي اقدامات په سبب ھغه كار كوم چې په كلونو كښې كېدو اوس به په شلو ورځو كښې ترسره كېږي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په فارماسيوټيکل انډسټرۍ كښې بلها صلاحيت موجود دي او حكومت به د دې څانګې پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔