اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د ماليزيا د پخواني وزيراعظم ډاکټر مهاتير محمد د كورودانې ډاکټر حسمه محمد علي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر په دې موقع ډاکټر مهاتير محمد٬ غمژنې كورنۍ او د ماليزيا اولس سره غمرازي وكړه۔ صدر زرداري ووئيل ډاکټر حسمه …
صدر آصف علي زرداري د ماليزيا د پخواني وزيراعظم ډاکټر مهاتير محمد د كورودانې په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د ماليزيا د پخواني وزيراعظم ډاکټر مهاتير محمد د كورودانې ډاکټر حسمه محمد علي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر په دې موقع ډاکټر مهاتير محمد٬ غمژنې كورنۍ او د ماليزيا اولس سره غمرازي وكړه۔ صدر زرداري ووئيل ډاکټر حسمه د طب، اولسي روغتيا او د سماجي خېرښګړې په څانګو كښې تر ډېرې مودې خدمات به په احترام سره ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاؤ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي










