د خېبر پښتونخوا اولس پي ټي آئي له درې ځل مينډيټ وركړې،اولس له ريليف وركولو په ځائې هغوي ستونزو سره مخ كړې كيږي۔انجينئرامير مقام

سوات 15 فروري (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير او پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې د خېبر پښتونخوا اولس پي ټي آئي له درې ځل مينډيټ وركړې،اولس له ريليف وركولو په ځائې هغوي ستونزو سره مخ كړې كيږي، كله شټر ډاؤن، كله پهيه جام او اوس د يو تن راخوشي كولو په نوم سړكونه بندولې كيږي چې …

سوات 15 فروري (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير او پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې د خېبر پښتونخوا اولس پي ټي آئي له درې ځل مينډيټ وركړې،اولس له ريليف وركولو په ځائې هغوي ستونزو سره مخ كړې كيږي، كله شټر ډاؤن، كله پهيه جام او اوس د يو تن راخوشي كولو په نوم سړكونه بندولې كيږي چې له امله ايمبولينسو كښې وګړي مړه كيږي، اولس پروازونو له هوائي ميدانونو ته نه شي رسيدلې او د خوراك څښاك څيزونه په وخت نه رسولې كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ فضاګټ، سوات كښې كھلي كچهري ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې فضاګټ، سوات كښې يوه مؤثره كھلي كچهري وشوه چې پكښې د ګوند عهديدارو، كارمندانو پشمول ګڼ شمير كسانو ګډون وكړو۔كھلي كچهري كښې د وفاقي محكمو مشرانو او اعليٰ چارواكو هم ګډون وكړو۔وفاقي وزير د اولس مسئلې تفصيل سره واوريدلې او ګڼو مسئلو حل له ئې په موقع اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه۔ كھلي كچهري ته وينا كښې انجينئر امير مقام ووئيل 2018 كښې د ګيس په كنكشنو بنديز ختم كړې شوے او بېلو سيمو كښې د ګيس وركولو په منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ده په موجوده صوبائي حكومت تنقيد كولو سره ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس پي ټي آئي له درې ځل مينډيټ وركړې،اولس له ريليف وركولو په ځائې هغوي ستونزو سره مخ كړې كيږي۔وفاقي وزير واضحه كړه چې وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ وفاقي حكومت بنيادي ايجنډا اولس له د فرق نه غير ريليف ورسول دي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس له په ميرټ سهوليات وركړې كيږي او مستحق كسانو له د رمضان پيكج كښې اضافه شوې ده كومه چې تير كال 5,000 روپۍ وه هغه سل كال زياتولو سره 13,000 روپۍ ته رسولې شوي۔په آخر كښې انجينئر امير مقام د دې عزم څركندونه وكړه چې پاكستان مسلم ليګ (ن) په عوامي خدمت، ترقۍ او حقيقي ريليف په سياست باور لري او د سوات پشمول ټول خېبر پښتونخوا كښې به اولسي مسئلې حل كولو له هر ممكن اقدامات كولې شي۔