کولمبو 15 فروري (اے پي پي) کولمبو كښې د سري لنکا کرکټ د اړخه پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي په اعزاز كښې خصوصي دستوره شوي چې پكښې د لوبي ودي لپاره د هغه د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې شوي۔په دې موقع د سري لنکا کرکټ صدر شامئے سلوا او نورو اعليٰ عهديدارو محسن نقوي سره ملاقات وكړو او د شريكي خوښي په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه …
کولمبو ، سري لنکا کرکټ د اړخه د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په اعزاز كښې خصوصي دستوري اهتمام
کولمبو 15 فروري (اے پي پي) کولمبو كښې د سري لنکا کرکټ د اړخه پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي په اعزاز كښې خصوصي دستوره شوي چې پكښې د لوبي ودي لپاره د هغه د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې شوي۔په دې موقع د سري لنکا کرکټ صدر شامئے سلوا او نورو اعليٰ عهديدارو محسن نقوي سره ملاقات وكړو او د شريكي خوښي په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دستوره كښې د سري لنکا د لوبو وزير سنيل سناوي، د دفاع سيکرټري سمپاتھ تويا کونتھسے، سري لنکا کرکټ چيف ايګزيکټو آفيسر ايشلے ډي سلوا، سجيوا ګوډالياډا او اړوند چارواي هم موجود وو۔د پاکستان د اړخه د اوورسيز پاکستانيز وفاقي وزير چوهدري سالک حسين، چيف آپريټنګ آفيسر پي سي بي سمير احمد او چيف ايګزيکټو آفيسر پي ايس ايل سلمان نصير هم په دې خصوصي دستوره كښې موجود وو۔دواړو کرکټ بورډز د کرکټ ودي او شريكي مرستي لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔په دې موقع د سري لنکا کرکټ کولمبو ته په راتګ د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي مننه وكړه۔محسن نقوي په كوربه توب كولو د سري لنکا کرکټ مننه وكړه ۔ ده ووئيل کرکټ يو جنټلمين لوبه ده كومه چې ميني ، احترام او يووالي ته د ودي وركولو ذريعه ده۔ده ووئيل کولمبو ته راتللو سره ډير خوشحاله شوے يم او د دواړو هېوادونو ترمينځه کرکټ رابطې به لا مستحکم شي۔











