لاهور 15 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف آسټريا د چانسلر كرسچيئن اسټاكر په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره ويانا، آسټريا ته لاړو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِ عطاء اهلر تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي د وزيرِ اعظم سره پلاوي كښې شامل دي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان …
وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنۍ سركاري دوره آسټريا ته لاړو
لاهور 15 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف آسټريا د چانسلر كرسچيئن اسټاكر په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره ويانا، آسټريا ته لاړو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِ عطاء اهلر تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي د وزيرِ اعظم سره پلاوي كښې شامل دي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيرِاعظم به په ويانا كښې فيډرل چانسلري كښې د كرسچيئن اسټاكر سره دوه اړخيزه او د پلاوي په كچه ملاقات كوي۔ وزيرِاعظم او د آسټرين چانسلر به د دواړو هېوادونو ترمينځه سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د نوموړو كاروباري كسانو غونډي په شريكعه مشري كوي۔دې نه پس به وزيرِاعظم پاكستان د آسټريا بزنس فورم كښې ګډون كوي او هغې ته به وينا هم كوي۔ وزيرِاعظم به ويانا كښې د ملګرو ملتونو ترمخه ’’ كوټلي پرمختګ،نړيوال امن او خوشحالۍ لاري ‘‘ په سرخط خصوصي دستوره كښې ګډون او وينا كوي۔دې نه ځانله هغه به انټرنېشنل اټامك انرجي ايجنسۍ ډائريكټر جنرل سره هم ملاقات كوي۔ بيان له مخې د وزيرِاعظم د آسټريا سركاري دوره به د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې مرستياله وګرځي۔










