كولمبو 15 فروري (اے پي پي) كولمبو كښې د قومي كركټ ډلي د هند په ضد ميچ څخه وړاندې د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي د لوبغاړو او ټيم مينجمنټ سره خصوصي ملاقات كړې او دې مهمې مقابلې څخه وړاندې ئې د هغوي ډاډګيرنه كړي۔ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوې چې پكښې د ډلي په عزم، تيارۍ او كاركردګۍ د خيالاتو څرګندونه شوي۔د پي سي بي چيئرمېن د لوبغاړو …
د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي قومي لوبغاړو او ټيم مينجمنټ سره خصوصي ملاقات
كولمبو 15 فروري (اے پي پي) كولمبو كښې د قومي كركټ ډلي د هند په ضد ميچ څخه وړاندې د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي د لوبغاړو او ټيم مينجمنټ سره خصوصي ملاقات كړې او دې مهمې مقابلې څخه وړاندې ئې د هغوي ډاډګيرنه كړي۔ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوې چې پكښې د ډلي په عزم، تيارۍ او كاركردګۍ د خيالاتو څرګندونه شوي۔د پي سي بي چيئرمېن د لوبغاړو محنت، نظم و ضبط او جذبه ستائلو سره ووئيل ټول قوم په خپله ډله نظرونه ساتي او باور لري چې قومي ډله به د ښه صلاحيتونو مظاهره وكړي۔ده په دې خبره زور راوړو چې ميدان كښې مثبت سوچ، شريكي همغږۍ او فشار كښې درست پريكړي د كاميابۍ ضمانت وي۔ محسن نقوي د قومي ډلي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل بورډ په هره كچه د لوبغاړو بشپړه مشرته كوي دغسې چې هغوي يواځې لوبے ته خاص پام لرنه وكړي۔د قومي ډلي كپتان سلمان آغا، هيډ كوچ مائيك هيسن او ټيم منيجر نويد اكرم چيمه پشمول لوبغاړي او كوچنګ اسټاف په دې موقع موجود وو۔ كپتان سلمان آغا د پي سي بي چيئرمېن مننه كولو سره باور وركړو چې ډله به يو موټې كيدو سره لوبه كوي او قوم به چري هم مايوسه نه كړو۔ هيډ كوچ مائيك هيسن په تيارو د اطمينان څركندوني سره ووئيل لوبغاړي په پېشه وره ډول سيالو لپاره چمتو دي۔په دې موقع د پاكستان كركټ بورډ چيف آپريټنګ آفيسر سمير احمد، پاكستان سپر ليګ چيف ايګزيكټو آفيسر سلمان نصير او ډائريكټر ميډيا عامر مير هم موجود وو۔په غونډه كښې د ډلي په انتظامي چارو ، د لوبغاړو په ښېګړه او د سباؤن په شيډول هم خبري اتري شوي۔د ملاقات په اختتام د پي سي بي چيئرمېن يو ځل بيا د لوبغاړو حوصله وستائله او د دې عزم پخلے ې وكړو چې قومي ډبه به د هېواد وقار دنګولو سره د بشپړه صلاحيت سره لوبه كوي۔










