اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري راروان چينائي نوي كال څخه وړاندې د پاكستاني اولس لخوا چينائي اولس ته د سپرنګ فيسټيول مباركي وركړې او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ په ايوان صدر كښې چينائي ميډيا سره يوه مركه كښې صدر مملكت په چينائي ژبه كښې د نوې كال مباركۍ پېغام وركړو۔ صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې دواړه هېوادونه به په بېلو څانګو …
د صدر مملکت آصف علی زرداری د پاكستاني اولس لخوا د چين اولس ته د سپرنګ فيسټيول مباركي او د نيكو هيلو څرګندونې
اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري راروان چينائي نوي كال څخه وړاندې د پاكستاني اولس لخوا چينائي اولس ته د سپرنګ فيسټيول مباركي وركړې او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ په ايوان صدر كښې چينائي ميډيا سره يوه مركه كښې صدر مملكت په چينائي ژبه كښې د نوې كال مباركۍ پېغام وركړو۔ صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې دواړه هېوادونه به په بېلو څانګو كښې همكاري لا مضبوطه كړي او پاك چين ملګرتيا به نسل در نسل روانه ساتلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه اولسي رابطو او كلتوري تبادلو ته د ودې وركولو پراخه امكانات شتون لري۔ ده هيله څرګنده كړه چې په سباؤن كښې به د پاكستاني او چينائي فنكارانو په ګډه تيار كړې شوي معياري تخليقات د دواړو هېوادونو اولس ته وړاندې كولې شي۔ صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې ځوانان د پاك چين د اړيكو سباؤن دي٬ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د زده كوونكو شمېرې په زياتېدو خوشحالي هم ښكاره كړه۔










