وفاقي وزير محسن نقوي سره د حضرت بي بي زينب ؓ د مزار متولي او پلاوي ملاقات ٬ زائرينو ته په وركړې كېدونكو آسانيو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوی سره په سوريه كښې د حضرت بي بي زینبؓ د مزار متولي او پلاوي ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې زائرينو ته وړكړې كېدونكو آسانيو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع زائريونو ته د زياتو آسانيو په وركولو اتفاق وكړے شو۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له …

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوی سره په سوريه كښې د حضرت بي بي زینبؓ د مزار متولي او پلاوي ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې زائرينو ته وړكړې كېدونكو آسانيو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع زائريونو ته د زياتو آسانيو په وركولو اتفاق وكړے شو۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل چې ‎حضرت بی بی زېنبؓ د اسلامي امت په زړونو كښې خاص مقام لري۔ د لكھونو په شمېر پاكستانيان هر كال زيارتونو له شام ته ځي۔ ده ووئيل مونږ ټول په ګډه انتظامات كولو سره زائرينو لپاره آسانۍ رامخې ته كولې شوو۔ د سوريه پلاوي وفاقي وزير له د شام دورې بننه وركړه۔ په پلاوي كښې ډاكټر معاذن هانی ،‎ډاکټر عظمت حسېن او پروفېسر نور زېدی شامله وه۔