د پي ټي آئي مؤسس له كوم تكليف وركول نه غواړو٬ كوم هم پارليماني غړي سره كه كوم نامناسب سلوك كيږي ٬ سم نه دے: وفاقي وزير طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پاكستاني تحريك انصاف مؤسس ته كوم تكليف وركول نه غواړو٬ كوم هم پارليماني غړي سره كه كوم ناوړے سلوك وكړے شو نو دا سم نه دے۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل په رېډ زون كښې د بېلو هېوادونو سفارتخانې دي كله چې دغلته لارې بندې كړې …

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پاكستاني تحريك انصاف مؤسس ته كوم تكليف وركول نه غواړو٬ كوم هم پارليماني غړي سره كه كوم ناوړے سلوك وكړے شو نو دا سم نه دے۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل په رېډ زون كښې د بېلو هېوادونو سفارتخانې دي كله چې دغلته لارې بندې كړې شي نو سفارتونه ستونزو سره مخ كيږي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي مؤسس سره مونږ كومه ذاتي دښمني نه لرؤ٬ زمونږ خپل مشران له سخت وخت څخه تېر شوي دي٬ بېګم كلثوم نواز په كومو حالاتو كښې له دې دنيا نه تلې ده۔ هغه ټولو ته معلوم دي۔ دهغې ناروغتيا تماشا جوړه كړې شوه۔ دده وېنا وه چې د پي ټي آئي باني ته كوم تكليف وركول نه غواړو۔ ده ووئيل هغه سره په دسمبر كښې درې ملاقاتونه وشول۔ دا تور لګولې شي چې د معامله له اكتوبر مياشتې څخه ده۔ په 2 دسمبر عظمیٰ خان سره د پي ټي آئي د باني ملاقات وشو٬ په 9 دسمبر ميډيكل بورډ جوړ شو او په دغه مهال سلمان صفدر سره د هغه ملاقات وشوو۔ دغه وخت هغه د سترګې د مسئلې ذكر ونكړو۔ ده ووئيل د تحريك سېنېټرانو او پارليماني غړو كه د دھرنا په پارليمان كښې وركړې وه نو بيا به ګېټ د هغوي د موجودګۍ له امله بند كړے شوے وي۔