محسن نقوي پاك هند ميچ كتلو له سري لنكا ته روان شو

لاهور۔14فروری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د ټي ټوئنټي ورلډ كلپ تر ټولو لوے مېچ پاك هند مبارزه كتلو له سري لنكا ته روان شو۔ د پي سي بي اعلاميې له مخې هغه به كولمبو كښې د قومي كركټ لوبډلې لوبغاړو او د بېلو كركټ بورډز مشرانو سره مهم ملاقاتونه كوي۔ دغسې د بنګله دېش كركټ بورډ صدر امين الاسلام په شمول د …

لاهور۔14فروری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د ټي ټوئنټي ورلډ كلپ تر ټولو لوے مېچ پاك هند مبارزه كتلو له سري لنكا ته روان شو۔ د پي سي بي اعلاميې له مخې هغه به كولمبو كښې د قومي كركټ لوبډلې لوبغاړو او د بېلو كركټ بورډز مشرانو سره مهم ملاقاتونه كوي۔ دغسې د بنګله دېش كركټ بورډ صدر امين الاسلام په شمول د اېشیئن کرکټ کونسل نورو غړو كولمبو ته د رسېدو امكان ښكاره كړے شوے دے۔ تمه ده چې د انټرنېشل كركټ كونسل عهدېدار هم په دې موقع موجود وي چې ورسره د مېچ اهميت نور هم زيات شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي ې د پاكستان او هند لوبډلې به سبا د اتوار په ورځ د فروروۍ په 15 مه نېټه د پاكستاني وخت مطابق ماښام 7 بجې مېچ له مېدان ته كوزيږي۔ د روايتي حريفانو ترمينځه دا مقابله د ايونټ تر ټولو لويه معركه ګڼلې شي كومو ته چې د كركټ مينه والو خاص پام ګرځولے دے۔ بلخوا د سري لنكا د موسمياتو څانګې په كولمبو كښې د رارونو دوه څخه تر درې ورځو په مهال د نري او زيات باران كېدو پېشګوئي كړې ده چې ورسره د مېچ په مهال موسم مهم كردار ترسره كولے شي۔ بياهم انتظاميه او لوبډلې په هر يو ممكنه صورتحال قابو موندلو له تيارې دي۔