اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې د فلسطين معاملې سره اړوند د پاكستاني دريځ ټول فلسطينې اولس ملاتړ كوي۔ دې ځاې څخه په جاري شوي وېډيو بيان كښې ده ووئيل د پاكستان دريځ هم هغه دے كوم چې د فلسطيني اولس دے۔ حافظ طاهر محمود اشرفی ووئيل چې په غزه امن بورډ كښې به د پاكستان وزيراعظم ورونړو اسلامي هېوادونو …
د فلسطين مسئلې په اړه د پاكستاني دريځ ټول فلسطينې اولس ملاتړ كوي: حافظ طاهر محمود اشرفي
اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې د فلسطين معاملې سره اړوند د پاكستاني دريځ ټول فلسطينې اولس ملاتړ كوي۔ دې ځاې څخه په جاري شوي وېډيو بيان كښې ده ووئيل د پاكستان دريځ هم هغه دے كوم چې د فلسطيني اولس دے۔ حافظ طاهر محمود اشرفی ووئيل چې په غزه امن بورډ كښې به د پاكستان وزيراعظم ورونړو اسلامي هېوادونو سره په ګډه د تېر وخت په څير د فلسطيني اولس ترجماني كوي۔ ده وويل حماس او د فلسطين ټول تنظيمونه د پاكستان د دريځ ترجماني كوي۔ حافظ طاهر اشرفی ووئيل چې د فلسطين په مسئله د قوم تقسيموونكو سازش به ناكامۍ سره مخ شي۔ د فلسطين مسئله د ټولې اسلامي نړۍ متفقه مسئله ده او پاكستانے اولس په دې خپلو كښې هېڅ اختلاف نه لري۔










