د ګورنر فيصل كريم كنډي په سينيټر طلحه محمود د بريد غندنه ٬ صوبائي انتظاميې او قانون نافذ كوونكو ادارو ته د پيښې فوري او سپيځلې پلټنيو كولو هدايت

پېښور ۔ 14 فروری (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي په دروش سیمه کښې د پیپلز ګوند په مشر سناتور طلحه محمود د برید په کلکه غندنه کولو سره صوبائي انتظاميې او قانون نافذ كوونكو ادرو ته لارښوونه كړې چې هغه دې د پېښې په اړه سمدستي او شفاف تحقیقات وکړي۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې فېصل کریم کنډي وویل …

پېښور ۔ 14 فروری (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي په دروش سیمه کښې د پیپلز ګوند په مشر سناتور طلحه محمود د برید په کلکه غندنه کولو سره صوبائي انتظاميې او قانون نافذ كوونكو ادرو ته لارښوونه كړې چې هغه دې د پېښې په اړه سمدستي او شفاف تحقیقات وکړي۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې فېصل کریم کنډي وویل چې سیاسي مخالفت د جمهوريت ښکلا ده، خو تاؤ تريخوالې ٬ تشدد او په سیاسي کارمندانو بريدونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي۔ هغه وویل چې په سناتور طلحه محمود برید د جمهوري ارزښتونو او سیاسي زغم په ضد دی۔ هغه صوبائي انتظاميې او قانون نافذ كوونكو ادارو ته د پېښې فوري او شفاف تحقيقاتو هدايت كولو سره ووئيل چې د قانون له مخې دې پېښه كښې د ككړ عناصرو په ضد سخته كارروائي وكړې شي۔ ګورنر وويل چې د خېبر پښتونخوا په خاوره سیاسي عدم برداشت ته هېڅكله اجازه نه وركول كيږي۔ هغه له ټولو سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې خپلو کارمندانو ته د صبر، زغم او جمهوري چلندونو تلقين وكړي۔ ګورنر سناتور طلحه محمود لپاره خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې او ویې ویل چې دا ډول پیښې د صوبې په سوله ایز سیاسي چاپیریال اغیزه نشي کولی او د پیپلز ګوند کارمندان اولسي خذمت څخه لرې نشي ساتلی۔