ډھاکه ۔13 فروری (اے پی پی) د بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ (بی اېن پی) په هېواد كښې تېره ورځ په شوو د هېواد 13مو ټولټاكنو كښې په درېو كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړے دے۔ په دې ټاكنو كښې جماعت اسلامي په دويم لمبر دے۔ د اردو نيوز له مخې بي اېن پي او اتحاديانو په 300 چوكو كښې 209 چوكۍ ترلاسه كړې او اومي اسمبلۍ لپاره په درېو كښې …
بي اين پي د بنګله ديش 13 م ټولټاكنو كښې په درېو كښې دوه برخې اكثريت سره بريا تر لاسه كره ،جماعت اسلامی 68 چوكو سره په دويم لمبر

مزید خبریں
ډھاکه ۔13 فروری (اے پی پی) د بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ (بی اېن پی) په هېواد كښې تېره ورځ په شوو د هېواد 13مو ټولټاكنو كښې په درېو كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړے دے۔ په دې ټاكنو كښې جماعت اسلامي په دويم لمبر دے۔ د اردو نيوز له مخې بي اېن پي او اتحاديانو په 300 چوكو كښې 209 چوكۍ ترلاسه كړې او اومي اسمبلۍ لپاره په درېو كښې د دوه برخې اكثريت په ترلاسه كولو كښې كامياب شول ۔ دغسې جماعت اسلامي 68 چوكۍ ترلاسه كړې دي۔ نېنشل سټيزن پارټۍ يوازې 5 چوكۍ ګټلي دي۔ په بنګله دېش كښې ټولټاكنې تېره ورځ وشوې كومې چې د جېن زي د هغه احتجاج څخه وروستو وشوې د كوم په نتيجه كښې چې د هند اتحادي شېخ حسينه واجد حكومت ختم شوے ؤ ۔ د زيارت او جمعې په منځومانه شپه كښې له د رائے شمېرې وروستو چې څه وخت د بي اېن پي اكثريت رامخې ته شو نو د ګوند لخوا د اولس مننه وكړې شوه او اپېل وكړے شو چې د جمعې مونځ څخه وروستو دې د هېواد پرمختګ لپاره خصوصي دعاګانې وكړې شي۔ د بی اېن پی د مشرتابه لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي د اكثريت ترلاسه كېدو باوجود به كوم قسم جشن لمانځلې او نه به لاريون ويستلے شي۔ په بيان كښی په اولس زور راوړلے شو چې هغوي په جوماتونو ٬ مندرونو ٬ چرچونو او د عبادت نورو ځايونو كښې د پاك پروردګار شكر ادا كړي۔ د بي اېن پي مشري د وزارت عظمی كانديد طارق الرحمان كوي څوك چې د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ او پخواني صدر ضياﺀ الرحمن زوے دے او د هغه عمر 60 كاله دے۔ د بی اېن پی د تر ټولو لويې حريف ګوند جماعت اسلامي مشر شفيق الرحمن وئيلي دي زمونږ ګوند ماتې تسليموي او د مخالفت سياست په ځائے به د مثبت سياست سره مخ په وړاندې ځي۔ د عبوری حکومت مشر ډاکټر یونس د زيارت په ورځ ووټ كارولو څخه وروستو ټاكنې د يرونكي خوب ختمېدل او د نوي خوب پیل ګرځولې وې








