ملګري ملتونه۔ 12 فروري(اے پي پي) د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر وولكر ترك خبردارے وركړے دے چې په شخړيزه مغربي غاړه كښې د د فلسكين په سيمو د اسرائيل كنټرول كښې د اوسني زياتوالي اقدامات د فلسطيني اولس د حق خود اراديت بيخي خلاف ورزي ده۔ د جنيوا نه جاري بيان كښې وولكر ترك د اسرائيل نه غوښتنه وكړه چې هغه په مغربي غاړه كشې خپل …
مغربي غاړه كښې د اسرائيل كنټرول پراخه كول د فلسطنيانو د حق خود اراديت خلاف ورزي ده ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 12 فروري(اے پي پي) د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر وولكر ترك خبردارے وركړے دے چې په شخړيزه مغربي غاړه كښې د د فلسكين په سيمو د اسرائيل كنټرول كښې د اوسني زياتوالي اقدامات د فلسطيني اولس د حق خود اراديت بيخي خلاف ورزي ده۔ د جنيوا نه جاري بيان كښې وولكر ترك د اسرائيل نه غوښتنه وكړه چې هغه په مغربي غاړه كشې خپل كنټرول ته پراختيا وركولو په اړه خپله پرېكړه بېرته واخلي۔ هغه ووئېل دا ګانونه د عمل وړ فلسطيني رياست جوړول نا ممكن كولو پلو يو بل ګام دے ۔ هغه خبردارے وركړو كه په دې پرېكړو عمل درآمد وشو نو دې سره به د فلسطنيانو جبري بې دخلي او د هغوي په زمكو قبضې كولو كښې تندوالے راشي او نورې غېر قانوني اسرائيلي كلي به جوړ شي۔ د دغې په نتيجه كښې به د فلسطين اولس د خپلو قدرتي وسائلو او نورو بشري حقونو نه لا محروم شيژ راپورټ تر مخه په 8 فروري د اسرائيل امنيتي كابېنې د يو پېكچ منظوري وركړه د كومې تر مخه به جې د مغربي غاړې سيمې اے او بي كښې د اسرائيلي سول اتهارټي اختيارات زياتولې شي٬ دغه سيمې په محموعي توګه د مغربي غاړې نزدې 40 فيصده برخه باندې مشتمل دي۔ د اوسلو لوظ نامو تر مخه په هغې كښې ځيني اختيارات د فلسطين اتهرټي په په دائره كار كښې راځي ۔ د نوو اقداماتو تر مخه په قوانين كښې بدلون كولو سره د اسرائيل چارواكو او كسانو له به په سيمه اے او بي كښې د زمكې تر لاسه كولو اجازه وركړې شية كومه چې وولكر ترك د قبضې قانون خلاف ورزي وګرځوله۔ د هغه بقول دې سره به د مغربي غاړې په اسرائيل كښې د غېر قانوي ضم كولو عمل لا وده ومومي۔








