اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو راپور د افغان طالبانو بيانيه له مينځه وړلې ده۔ د ملګرو ملتونو د څارنګرې ډلې راپور له مخې افغانستان کښې د ترهګرو ډلو شتووالے سیمې لپاره د اندیښنې وړ دے او له افغانستان څخه په پاکستان بریدونه زیات شوي دي۔ د افغان چارواکو دا ادعا چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته، د هیڅ غړي هیواد لخوا نه ده منلې شوې۔ …
د ملګرو ملتونو راپور د افغان طالبانو بيانيه له مينځه يوړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو راپور د افغان طالبانو بيانيه له مينځه وړلې ده۔ د ملګرو ملتونو د څارنګرې ډلې راپور له مخې افغانستان کښې د ترهګرو ډلو شتووالے سیمې لپاره د اندیښنې وړ دے او له افغانستان څخه په پاکستان بریدونه زیات شوي دي۔ د افغان چارواکو دا ادعا چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته، د هیڅ غړي هیواد لخوا نه ده منلې شوې۔ ټي ټي پي ته په افغانستان کې ډیرې آزادۍ او اسانتیاوې ورکړې شوي دي چې په نتيجه کښې یې د پاکستان په ضد بریدونه او تاو تریخوالی زیات شوے دے۔ د امنيتي كونسل راپور له مخې القاعدې ته په افغانستان كښې سرپرستي ترلاسه ده او هغې ټي ټي پي تربيه كړې۔ په کابل کښې د القاعدې د فرعي څانګې د مشرتابه موجودګۍ په اړه اطلاعات شته او د بهرنیو عملیاتو په اړه اندیښنې مخ په زیاتېدو دي۔ د سكيورټي كونسل له مخې د اسلام آباد په محکمه برید یو خطرناک لوري ته اشاره کوي او په دې پیښه کښې دولس كسان شهيدان كړے شوي۔ د پاکستاني عملیاتو په ترڅ کښې د ټي ټي پي د مرستیال امیر، ترهګر، خارجي مزاحم وژنه ترهګرو لپاره يو لويې زيان دے۔ داعش- خراسان د افغانستان او پاکستان قطبي پولې ته نزدې فعاله ده او د پام وړ صلاحيت لري۔ په افغانستان کښې د امریکا/ناټو د وسلو زیرمو پاتې کېدو په پاکستان کښې د ټي ټي پي بریدونو د مرګ ژوبلې پېښې زياتې كړي دي۔ ټي ټي پي عصري وسلې ، د شپې په تياره كښې كارو كوؤنكې آلات او ډرون كارولې دي








