اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې ګلګت بلتستان او کشمير كښې په ځيني ځايونو د باران او په غرونو د واروي امکان دے۔د موسميات محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال بره پنجاب، اسلام آباد، بره خېبر پښتونخوا ، کشمير او ګلګت بلتستان كښې باران شوے۔د هېواد په …
د راروانو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي۔ د موسميات محکمه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې ګلګت بلتستان او کشمير كښې په ځيني ځايونو د باران او په غرونو د واروي امکان دے۔د موسميات محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال بره پنجاب، اسلام آباد، بره خېبر پښتونخوا ، کشمير او ګلګت بلتستان كښې باران شوے۔د هېواد په نورو سيمو كښې موسم يخ ؤ۔تر ټولو زيات باران کشمير: مظفرآباد (هوائي ميدان كښې 32 او سټي كښې 04)، ګړھي دوپټه كښې 15، راولاکوټ كښې 11، خېبرپښتونخوا:کاکول كښې 20، پټن كښې 17، بالاکوټ كښې 16، مالم جبه كښې 09، پېښور (سټي كښې 07 او باچا خان هوائي ميدان كښې 06)، پاراچنار كښې 05، چراټ كښې 04، دير(بره كښې 03، كوز كښې 01)، مير کھاني، کالام، دروش، سيدو شريف، تخت بائي، بنوں كښې 03، چترال او ډي آئي خان (هوائي ميدان كښې 02، سټي كښې 01)، پنجاب: مري كښې 15، اسلام آباد (سيد پور وليج كښې 15، زيروپوائنټ كښې 14، بوکرا كښې 12، ګولړه كښې 11، هوائي ميدان كښې 08) پينډۍ (نيو کټارياں كښې 12، ګوالمنډي كښې 10، شمس آباد كښې 11، کچهري، پيرويدهائي كښې 08)، اټك كښې 04، منګلا او جهلم كښې 01، ګلګت بلتستان: ګوپس او هنزه كښې 01 ملي ميټر باران شوے۔د نهې په ورځ ريکارډ شوے د کم نه کم درجه حرارت لهه كښې منفي 08 ، استور كښې منفي 04، سکردو، ګوپس كښې منفي 02 ، کالام ، مالم جبه او مري كښې منفي01 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شو۔










