اسلام آباد۔ 29 ستمبر (اے پي پي) الېكشن كمېشن د بلدياتي ټاكنو كولو كېس كښې د خېبر پښتونخوا حكومت ته تر دريو اوونيو مهلت وركولو سره كېس تر 20 اكتوبر وځنډولو۔ د نهې په ورځ خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په اړه د كېس سماعت الېكشن كمېشن كښې وشو۔ د سنده ممبر نثار دراني په مشرۍ كښې څلور كسيز كمېشن د كېس اورېدنه وكړه جې پكښې چيف سېكرټري …
الېكشن كمېشن د بلدياتي ټاكنو كولو لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت ته د دريو اوونيو مهلت وركړو ٬ اورېدنه تر 20 اكتوبر وځڼډولې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 29 ستمبر (اے پي پي) الېكشن كمېشن د بلدياتي ټاكنو كولو كېس كښې د خېبر پښتونخوا حكومت ته تر دريو اوونيو مهلت وركولو سره كېس تر 20 اكتوبر وځنډولو۔ د نهې په ورځ خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په اړه د كېس سماعت الېكشن كمېشن كښې وشو۔ د سنده ممبر نثار دراني په مشرۍ كښې څلور كسيز كمېشن د كېس اورېدنه وكړه جې پكښې چيف سېكرټري او د بلديات سېكرټري كمېشن كښې وراندې شول ۔ د الېكشن كمېشن سپېشل سېكرټري ووئېل د قانون سازۍ په اړه لا كوم پېشرفت نه دے شوے ٬ ښكاري خو داسې چې صوبائي حكومت بلدياتي ټاكنې كول نه غواړي۔هغه ووئېل كه صوبائي حكومت اوغواړي نو په دوو ورځو كښې د الېكشن كمېشن سره په ګده ټول كار مكمل كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا ممبر ووئېل د اوسني قانون تر مخه ولې حلقه بندۍ ونه كړې شوې ٬ سېكرټري بلديات ووئېل قائمه كمېټي په تراميم كار كوي او سفارشات به كابينه ته لېږلې شي۔چيف سېكرټري ووئېل د 30 نه تر 40 زره ودانۍ تهرېش هولډ وركړے شوے ٬ د حلقه بنديو نه پس به د يونين كونسلز شمېره واضحه شي ۔ د پنجاب ممبر په يوه اوونۍ كښې د واضحه موقف راوړلو امر سره پوښتنه وكره قانون سازي به تر كله مكمل شي ۔ دغسې الېكشن كمېشن صوبائي حكومت ته د دريو اوونيو مهلت وركړو او د كېس سماعت يې تر 20 اكتوبر وځڼډولو









