مصنوعي زېركتيا د زمكې په كچه د موسمياتي کمزورو په ګوټه كولو كښې مرسته كولې شي، مختلف ټيکنالوجيز او د نګراني نظام يو بل سره تړلو سره د واچ ډاګ په توګه كار كولئ شي۔ ډاکټر مصدق ملك

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د اے آئي شاملو په وخت غېر معمولي اختياط ته اړتيا ده٬ اے آئي د زمكې په كچه د موسمياتي کمزورو په ګوته كولو كښې مرسته كولې شي، مختلف ټيکنالوجيز او د نګراني نظام يو بل سره تړلو سره د يو واچ ډاګ په توګه كار كولئ شي۔ دا خبره ده قامي اے …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د اے آئي شاملو په وخت غېر معمولي اختياط ته اړتيا ده٬ اے آئي د زمكې په كچه د موسمياتي کمزورو په ګوته كولو كښې مرسته كولې شي، مختلف ټيکنالوجيز او د نګراني نظام يو بل سره تړلو سره د يو واچ ډاګ په توګه كار كولئ شي۔ دا خبره ده قامي اے آئي وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير په قامي كچه د اے آئي وركشاپ پېنل مباحثه كښې د وېنا په مهال د موسمياتي نظم و نسق، اولسي پاليسي او د قدرتي آفتونو مخه نيولو لپاره د مصنوعي زېركتيا په موثر کردار رڼا واچوله۔ وفاقي وزير ووئيل مصنوعي زېركتيا د ټولو نه مهم او موثر استعمال د دې پيشنګوئي او د مخ نيوي صلاحيت لري۔ ده ووئيل په پاکستان كښې ډيټا محدود او خپره شوې ده چې په سبب ېې په موثر سازۍ كښې ستونزې رامخې ته دي۔ د پاکستان د ولنريبلټي رپورټ حواله وركولو سره ده ووئيل په دې رپورټ كښې د هېواد په موسمياتي توګه په زيات حساس شلو ضلعو كښې اتلس په بلوچستان او دوه په خېبر پښتونخوا كښې دي۔ په پينل مباحثه كښې وفاقي وزيرانو سينيټر محمد اورنګزيب، احسن اقبال او شزا فاطمه خواجه پشمول د بېلو څانګو تعلق لرونكو پوهانو او پاليسي سازو سره سره شراكتدارو هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں