اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د سېنېټ غړو په ترلائي كښې د ترسره شوي ترهګرۍ بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره د ترهګرو په ضد د سخت موقف په اختيارولو زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر ناصر بټ ووئيل ترهګر د بخښنې حق دار نه دي او په دې معامله په قامي كچه اتفاق پكار دے چې يو ترهګر دې …
د سېنېټ غړو د ترلائي ترهګرۍ بريد وغندلو٬ د ترهګرو په ضد د سخت موقف په خپلولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د سېنېټ غړو په ترلائي كښې د ترسره شوي ترهګرۍ بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره د ترهګرو په ضد د سخت موقف په اختيارولو زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر ناصر بټ ووئيل ترهګر د بخښنې حق دار نه دي او په دې معامله په قامي كچه اتفاق پكار دے چې يو ترهګر دې معاف نه كړے شي۔ ده ووئيل پاکستان ګاٶنډيانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي خو كه يو هېواد په ترهګرۍ كښې ملوث پاتې شو نو بشپړ ځواب به وركولې شي٬ پاكستان وړاندې هم هند ته ماتې وركړې ده ۔ سينيټر خالدہ عطيب ووئيل قام له به په اجتماعي توګه فكر كول وي چې د د دغسې پېښو څخه څنګه بچ كېدے شوو۔ ده ووئيل يو ايونټ دې پېښې سره ونه تړلې شي٬ بسنت د خوشحالۍ څرګندونه وه خو چې د ترهګرۍ پېښه رامخې ته شوه نو د دې نه وروستو ميګا ايونټ وځنډولې شو۔ ده زور راوړو چې بايد هر وګړې پاكستان لپاره په زړه پورې كردار ولوبوي۔










