پاك – جاپان اړيكې په دوه اړخيزه باور او سوكالۍ د اډانه لرونكې پياوړې معاشي همكارۍ عكاسي كوي: هارون اختر خان

اسلام آباد۔10 فروری(اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار په اړه خاص مرستيال هارون اختر خان د دې خبرې توثيق كړے دے چې پاك - جاپان اړيكې يوازې د سفارتي نوعيت نه په دوه اړخيزه باور او سوكالۍ د اډانه لرونكې پياوړې معاشي همكارۍ عكاسي كوي۔ د نهې په ورځ د جاپان سفير اکاماتسو شوئچی او د دواړو هېوادونو د نوموړو كاروباري شخصيات په موجودګۍ كښې جاپان۔پاکستان بزنس …

اسلام آباد۔10 فروری(اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار په اړه خاص مرستيال هارون اختر خان د دې خبرې توثيق كړے دے چې پاك – جاپان اړيكې يوازې د سفارتي نوعيت نه په دوه اړخيزه باور او سوكالۍ د اډانه لرونكې پياوړې معاشي همكارۍ عكاسي كوي۔ د نهې په ورځ د جاپان سفير اکاماتسو شوئچی او د دواړو هېوادونو د نوموړو كاروباري شخصيات په موجودګۍ كښې جاپان۔پاکستان بزنس فورم ته خپل خطاب كښې هارون اختر خان ووئيل د علامه اقبال پیغام نن هم د پاكستان د قامي وژن لارښوونه كوي۔ له مشرق څخه د ختونكي نمر په ره د اقبال د شعر حواله وركولو سره ده ووئيل د جاپان سفر د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې وژن، نظم و ضبط او پرله پسې بهتري د كوم هم قام نړيوال معاشي مشرتابه منزل ته رسولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د جاپان تجربو نه زده كړو كولو او د صنعتي پرمختګ نوې لارې تعينولو له خوښي لري۔ د پاكستان او جاپان ترمينځه د اويا كالو څخه زياته همكاري د دوه اړخيزه مرستې روښانه مثال وګرځولو۔ خاص مرستيال په كال 2001 كښې د جوړ كړے شوي جاپان۔پاکستان بزنس فورم بنيادي كردار ستائېلو سره ووئيل دا فورم دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمایه كارۍ او بزنس ټو بزنس رابطو ته ودې وركولو كښی مهم كردار ترسره كوي۔ ده په ډاګه كړه چې په خاص توګه آټو موبائل سېکټر كښې د جاپان سرمایه كاري د پاكستان په صنعتي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ هارون اختر خان ووئيل دا مهال په پاكستان كښې 80 څخه زياتې جاپانې كمپنۍ كار كوي كومې چې لس زره پاكستانيانو ته روزګار وركوي۔ د وزیراعظم شهباز شریف د مشرتابه حواله وركولو سره خاص مرستيال ووئيل پاکستان صنعتی اصلاحات لپاره يو بشپړ عمل پېل كړے دے چې مقصد يۍ پرمختګ په تلپاتې برآمدات اډانه كول دي۔ هارون اختر خان د نوې توان ګاډوو پالېسۍ 2030۔2025 پلو هم پام وګرځولو چې له مخې يۍ تر كال 2030ء د 30 فیصده الېكټرك ګاډو هدف ټاكلے شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان پرمختګ ٬ جدت او سوكالۍ له جاپان سره په ګډه كار كولو له چمتؤ دے۔ ده د دواړو هېوادونو د حكومتونو ٬ نجي څانګو او كاروباري وروروليو ترمينځه په ژوره همكارۍ هم زور راوړو۔

مزید خبریں