د اين ايف سي لاندې صوبو ته د مالي كال په اولنو شپږو مياشتو كښې د 36 کھرب 16 ارب 98 کروړه روپو فنډز منتقل كړے شول

اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سی) لاندې د وفاق لخوا صوبو ته د مالي كال په اولنو شپږو مياشتو كښې د 36 کھرب 16 ارب 98 کروړه روپو فنډز منتقل كړے شول۔ د دخزانې وزارت لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې په اولنۍ شپږ مياشتنيزه موده كښې د اېف اېف سي لاندې پنجاب ته 17 کھرب 96 ارب 22 کروړه 60 لکه ، سندھ …

اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سی) لاندې د وفاق لخوا صوبو ته د مالي كال په اولنو شپږو مياشتو كښې د 36 کھرب 16 ارب 98 کروړه روپو فنډز منتقل كړے شول۔ د دخزانې وزارت لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې په اولنۍ شپږ مياشتنيزه موده كښې د اېف اېف سي لاندې پنجاب ته 17 کھرب 96 ارب 22 کروړه 60 لکه ، سندھ ته 9 کھرب يو ارب 44 کروړ 10 لکه ، خېبر پښتونخوا ته 5 کھرب 86 ارب 5 کروړ 60 لکه او بلوچستان ته 3 کھرب 32 ارب 37 کروړه 50 لکه روپو فنډز منتقل كړے شول۔ د روان كال په اولنۍ درې مياشتنيزه موده كښې د اېن اېف سي لاندې پنجاب ته 8 کھرب 82 ارب 32 کروړه 60 لكه ، سندھ ته 4 کھرب 41 ارب 55 کروړه 60 لکه٬ خېبر پښتونخوا ته 2 کھرب 87 ارب 14 کروړه 70 لکه او بلوچستان ته يو كھرب 64 ارب 25 کروړه 80 لکه روپو فنډز منتقل كړے شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر مالي كال په مهال د اېن اېف سي لخوا پنجاب ته 33 کھرب 26 ارب 83 کروړه 70 لکه ، سندھ ته 17 کھرب 4 ارب 34 کروړه 90 لکه ، خېبر پښتونخوا ته 11 کھرب 2 ارب 85 کروړه 40 لکه او بلوچستان ته 7 کھرب 19 ارب 97 کروړه 60 لکه روپۍ وركړې شوې وې

مزید خبریں