کراچي كښې ميري ټائم سکيورټي مشق سي ګارډ۔26 پائې ته ورسيد

کراچۍ 10فروري (اے پي پي) کراچۍ كښې د ميري ټائم سکيورټي مشق سي ګارډ۔26 پائې ته رسيدلے دے ۔ چيف آف سټاف وائس ايډمرل راجه ربنواز د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو۔ډي بريف سيشن په مهال د شريکو ادارو استازو د مشق د مختلف منظرنامو تجزياتي جائزه وړاندې كړه او بحري څانګه كښې د هنګامي صورتحال مقابلې لپاره يې د بېل سټيك هولډرز ترمينځه د معلومات تبادله او د …

کراچۍ 10فروري (اے پي پي) کراچۍ كښې د ميري ټائم سکيورټي مشق سي ګارډ۔26 پائې ته رسيدلے دے ۔ چيف آف سټاف وائس ايډمرل راجه ربنواز د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو۔ډي بريف سيشن په مهال د شريکو ادارو استازو د مشق د مختلف منظرنامو تجزياتي جائزه وړاندې كړه او بحري څانګه كښې د هنګامي صورتحال مقابلې لپاره يې د بېل سټيك هولډرز ترمينځه د معلومات تبادله او د غبرګون نظام جاج واخسست۔د پاك بحريه وياند له مخې خاص ميلمه په پېشه وره ډول د مشق كولو او د بحري څانګي سټيك هولډرز هڅي هم آهنګ كولو كښې يې د جوائنټ ميري ټائم انفارميشن کوآرډينيشن سينټر (جے ايم آئي سي سي) کردار وستائېلو۔ده د سټيك هولډرز ترمينځه مسلسل رابطو او مرستي په حاجت زور راوړو او د هېواد بحري ګټې تحفظ له ئې د پاك بحريه عزم پخلے وكړو۔سي ګارډ سيريز دريم مشق كښې د پاکستان بحري څانګي سره تعلق لرونكو د بېلو ادارو نمائندګانو برخه واخسته چې پكښې سرکاري ريګوليټري اتھارټيز ، قانون نافذ کوونكي ادارې ، سمندر سره تعلق لرونكو تنظيمونو او تعليمي حلقې سره تړون لرونكي كسان شامل وو دغسې سمندر كښې د پېښو ګڼ اړخيزه چيلنجونو به په ګده حل لټولې شي۔

مزید خبریں