د تيراه اولس ته حكومتي يا كومې بلې ادارې د كډې كولو نه دي وئيلي٬ هلته يوازې انټيليجنس بيسډ آپريشنز كېږي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د تيراه اولس ته حكومتي يا كومې بلې ادارې د كډې كولو نه دي وئيلي٬ د ډېرې مودې راهسې د تيراه اولس د واورې په موسم كښې كډه كوي، د هغوي خواهش ؤ چې كله خلق كډه وكړي نو هلته د ترهګرو په ضد دې عمليات وكړے شي٬ په تيراه كښې ېوازې …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د تيراه اولس ته حكومتي يا كومې بلې ادارې د كډې كولو نه دي وئيلي٬ د ډېرې مودې راهسې د تيراه اولس د واورې په موسم كښې كډه كوي، د هغوي خواهش ؤ چې كله خلق كډه وكړي نو هلته د ترهګرو په ضد دې عمليات وكړے شي٬ په تيراه كښې ېوازې انټيلي جنس بيسډ آپريشنز كېږي٬ كوم لويې آپريشن نه كېږي۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل په تيراه كښې يوازې انټيليجنس بيسډ آپريشنز كېږي٬ لويې اپرېشن نه كېږي۔ ده ووئيل كه صوبائي حكومت دا ګڼي چې دوي د خپلې پخوانۍ فاټا صورتحال نشي كنټرول كولې نو د 28م بدلون د لارې د فاټا بيا پخپل انتظام كښې اغستو له چمتو يو۔ ده ووئيل صوبائي حکومت بېخي پاتې راغلے دے٬ كه فاټا بيا د وفاق تر انتظام لاندې شوه نو بيا به هغوي كومه ګيله نه كوي ۔

مزید خبریں