پېښور 10 فروري (اے پي پي) کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو لپاره وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي په ځوانانو مصرف كول غوره او ګټوره سرمايه كاري ده، ځوانانو ته د چغو نه د موقعو ضرورت دے ٬ د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم د لارې ګرد هېواد كښې د زرګونو په شمېر قابل او محنتي زده كوٶنكي د ډيجيټل دور تقاضو سره همكارا كوٶ۔ دا خبرې ده د …
په ځوانانو مصرف غوره او ګټوره سرمايه كاري ده، ځوانانو ته د چغو نه د موقعو وركولو ضرورت دے۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
پېښور 10 فروري (اے پي پي) کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو لپاره وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي په ځوانانو مصرف كول غوره او ګټوره سرمايه كاري ده، ځوانانو ته د چغو نه د موقعو ضرورت دے ٬ د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم د لارې ګرد هېواد كښې د زرګونو په شمېر قابل او محنتي زده كوٶنكي د ډيجيټل دور تقاضو سره همكارا كوٶ۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د پېښور په زرعي يونيورسټۍ كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم له مخې زده كوٶنكو ته د ليپ ټاپس وركولو دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل د پېښور زرعي پوهنتون د علم، تحقيق او عملي تربيې ځانګړې مركز دے كوم چې نه يوازې د زراعت څانګه جديد تقاضو سره سموي بلكې د هېواد د غذائي تحفظ او په كليوال پرمختګ كښې هم مهم كردار لوبوي كوم چې زمونږ ځوانان يو روښانه سباٶن پلو بوځي۔ ده ووئيل نن د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم له مخې 635 مستحق او صلاحيت لرونكو زده كوٶنكو (هلكانو جينكو) ته ليپ ټاپس وركړے كېږي٬ دا يوازې د لېپ ټاپس وېش نه دے بلكې په اصل كښې د پاکستان په سباٶن كښې سرمايه كاري ده۔ ده ووئيل دا لېپ ټاپس يوه آلا نه بلكې د موقعې كنجي ده٬ دا به ستاسو آن لائن تعليم، ډيجيټل اسکلز، تحقيق، جديد زراعت او نړيوال ماركيټ سره د تړلو ذريعه جوړېږي۔ انجينئر امير مقام ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ د چا وژن چې ځوانان تعليم سره وتړل، تر ټيکنالوجۍ رسنه وركول او دوي د قامي پرمختګ فعاله برخه جوړول دي۔ انجينئر امير مقام ووئيل وفاقي حکومت ځوانانو لپاره ليپ ټاپ سکيم، وظائف، سکل ډويلپمنټ او د روزګار موقعې راپېدا كوي، مونږ غواړو چې صوبائي حكومت هم د وفاق تقليد وكړي او ځوانانو لپاره دا ډول عملي او په زړه پورې پروګرام پېل كړي، د بده مرغه دلته قېمتي وخت په پرلتونو، احتجاجونو او د بې مقصد سياست نذر كېږي٬ احتجاجونو څخه ځوانانو ته نه روزګار ترلاسه شو٬ نه تعليم او نه ترقي٬ ده ووئېل ځوانان چغو ته نه بلكې موقعو وركولو ته اړتيا لري۔ په دې موقع وفاقي وزير زده كوٶنكو ته ووئيل دا لېپ ټاپس ستاسو لپاره ازموئنه هم ده او موقع هم ، دا مثبت مقاصدو لپاره وكاروئ، علم حاصل كړۍ، تحقيق وكړئ او د پاكستان نامه روښانه كړئ، مونږ په تاسو وياړ لرو٬ مونږ د ستاسو سره اميدونه تړلي دي او مونږ باور لرو چې تاسو د پاكستان روښانه سباٶن ئې۔ د دې نه وړاندې چې وفاقي وزير انجينئر امير مقام زرعي يونيورسټۍ ته ورسېدو نو تود هركلے ئې وشو او د پوهنتون وائس چانسلر، د فيکلټۍ غړو او انتظاميه وفاقي وزير ته ښه راغلاست اووې۔ په دې موقع وائس چانسلر وفاقي وزير ته د پوهنتون په تعليمي، تحقيقي او پرمختيائي هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړو چې پكښې زرعي تحقيق، د جديد ټيکنالوجۍ استعمال، د زده كوٶنكو تربيه د فيکلټۍ کارکردګي او د سباٶن په منصوبو هم رڼا واچولې شوه۔










