انمه نړيواله پاكستان آرمي ټيم سپرټ مبارزه ترسره شوه ٬ په دستوره كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د خاص ميلمه په حيث ګډون

پېنډۍ ۔10فروری (اے پي پي) چیف آف ډیفنس فورسز٬ آرمي چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاک آرمي ټیم سپرټ مبارزه كښې د پوځي اهلكارو او تكنيكي ډلې هڅې ستائېلو سره د روایتی تربیې تګلارې بشپړولو په سمیلیټر د اډانه لرونكې تربيې په اهميت زور راوړے دے۔ د آئی اېس پی آر له مخې انمه نړيواله پاکستان آرمي ټیم سپرټ مبارزه په 9 فرورۍ 2026 کھاریاں كښې په كاميابۍ …

پېنډۍ ۔10فروری (اے پي پي) چیف آف ډیفنس فورسز٬ آرمي چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاک آرمي ټیم سپرټ مبارزه كښې د پوځي اهلكارو او تكنيكي ډلې هڅې ستائېلو سره د روایتی تربیې تګلارې بشپړولو په سمیلیټر د اډانه لرونكې تربيې په اهميت زور راوړے دے۔ د آئی اېس پی آر له مخې انمه نړيواله پاکستان آرمي ټیم سپرټ مبارزه په 9 فرورۍ 2026 کھاریاں كښې په كاميابۍ سره پايې ته ورسېده۔ د پايې په دستوره كښې فیلډ مارشل سید عاصم منېر د خاص مېلمه په حېث خصوصي ګډون وكړو۔ ټیم سپرټ مبارزه د 60 ساعتو يو اوږد پېټرولنګ مشق دے چې مقصد يۍ د برخې اخستونكو ډلو ترمينځه د نوو خيالاتو ٬ تزويراتي تجربو او د غوره جنګي تګلارو شريكولو د لارې پېشه وره عسكري مهارتونه لا پړقول او ځلول دي۔ د روانې مياشتې 5 مې نېټې څخه پېل شوے دا مشق د پنجاب د پاكستان په نيمه غرئيزه سيمه كښې وكړے شو۔ د تېرو كلونو په مهال پی اے ټی اېس د يو باوقاره او زيات مسابقتي مشق په توګه رامخې ته شوے دے كوم چې د برخه اخستونكو هېوادونو ترمينځه د پېشه ورې بهترۍ او يو بل څخه د زده كړې عمل ته د ودې وركولو په توګه پېژندلې كېږي۔د روان كال مبارزو كښې 19 هېوادونو ګډون وكړو په كومو كښې چې بحرېن، بنګله دېش، بېلاروس، مصر، عراق، اردن، سعودي عرب، ملائیشیا، مالدیپ، مراکش، نیپال، قطر، سری لنکا، ترکیه، ریاست ٬ امريكا او ازبكستان شامل دے۔ انډونیشیا، میانمار او تھائي لېنډ د مبصر هېوادونو په توګه مشق كښې ګډون وكړو۔ د پاکستان آرمي او پاکستان نېوي 16 ډومېسټک ډلو سره سره د پاكستان ایئر فورس مبصرينو هم په دے ايونټ كښې برخه واخسته۔ د پاتې دستورې ته خپل خطاب كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د مشق په مهال د ټولو برخې اخستونكو ډلو د غېر معمولي پېشه ور مهارت ٬ جسماني او ذهني زغم ٬ آپرېشنل صلاحيت او لوړې حوصلې ستائنه وكړه۔ ده اجتماعي چمتوالي زياتولو د عصري جنګ بدلېدونكو غوښتنو سره همغږي پېدا كولو له د دې ډول ګڼ هېواديزه فعاليتونو په اهميت زور راوړو۔ د پاك پوځ د بنيادي اقدارو توثيق كولو سره آرمی چیف د عسكرو په تلپاتې صفتونو په خاص توګه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د كردار ٬ مړانې او قابليت په حاجت او اهميت زور راوړو۔ د دستورې په پايه كښې آرمي چيف او سی ډی اېف په مبارزه كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو له انعامونه وركړل۔ آرمي چیف او سی ډی اېف په نېشنل کاؤنټر ټېررازم سېنټر (NCTC) پبی كښې هم د بېلو تربیتی فعاليتونو مشاهده وكړه په كومو كښی چې د نوي جوړ كړي ټیکټیکل سمیلیټر دوره هم شامله وه

مزید خبریں