اسلام آباد۔10فروری (اے پی پی) پاكستان او كمبوډيا د پيداواري لګښت په كمولو ٬ د باور وړ سپلائي چين باوري كولو ٬ د تجارتي آسانيو په زياتولو او د لاجسټك كنيكټيويټي په پياوړې كولو اتفاق كړے دے۔ د نهې په ورځ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا د تجارت وزير چام نيمول ترمينځه پاکستان-کمبوډیا اقتصادي همكاري لا مضبوطولو له د پري جوائنټ ټرېډ کمېټی غونډه وشوه۔ …
د پاكستان او كمبوډيا پيداواري لګښت په كمولو ٬ د باور وړ سپلائي چين باوري كولو ٬ د تجارتي آسانيو په زياتولو او د لاجسټك كنيكټيويټي په پياوړې كولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔10فروری (اے پی پی) پاكستان او كمبوډيا د پيداواري لګښت په كمولو ٬ د باور وړ سپلائي چين باوري كولو ٬ د تجارتي آسانيو په زياتولو او د لاجسټك كنيكټيويټي په پياوړې كولو اتفاق كړے دے۔ د نهې په ورځ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا د تجارت وزير چام نيمول ترمينځه پاکستان-کمبوډیا اقتصادي همكاري لا مضبوطولو له د پري جوائنټ ټرېډ کمېټی غونډه وشوه۔ د جوائنټ ټرېډ کمېټۍ دوېمه غونډه به په 10 او 11 فرورۍ په اسلام آباد كښې كيږي۔ د جے ټي سي پرانستې غونډه په 21 جنورۍ 2025 نوم پنه كښې شوې وه۔ په پری جے ټی سي غونډه كښې دواړو وزيرانو د دواسازۍ او روغتيا لپاره د اړينو څيزونو ، ټېکسټائل، ویلیو اېډډ ملبوسات، كركيلې، زرعي پروسیسنګ، څرمن او د مېنوفېكچرنګ په شمول ترجيحي څانګو كښې د همكارۍ زياتولو موقعو جاج واغستلے شو ۔ دواړو اړخونو د چېمبرز آف کامرس او سېکټر اېسوسي اېشنز د لارې د ټرېډ ټو ټرېډ په مضبوطولو اتفاق وكړو دغسې چې پالېسي مباحثې په كوټلو تجارتي نتيجو بدلې كړې شي۔ د ملاقات په پايه كښې دواړو وزيرانو د دې باور څرګندونه وكړه چې د جے ټي سي راروانو خبرو سره به د ترجيحي څانګو او عملی ډیلیوری اېبلز په ګوته كولو له مرسته ترلاسه شي چې ورسره د تلپاتې همكارۍ د لارې د پاكستان او كمبوډيا اقتصادي اړيكې به لا پياوړې شي










