واشنګټن ۔10فروري (اے پي پي)د امریکی نائب صدر جے ډي وینس اعلان کړے دے چې صدر ډونلډ ټرمپ به د ایران سره خبرو اترو كښې د ریډ لائنز په اړه حتمي فیصله کوي ۔ د العربیه اردو تر مخه جے ډي وینس په یریوان كښې يو پریس کانفرنس ته ووئېل كه مونږ د ایرانیانو سره كېدونكې خبرې اترې بيا رايادې كړو چې ډونلډ ټرمپ د يوې داسې رغنده لوظنامې ته …
ایران سره په خبرو اترو كښې د ریډ لائنز پرېكړه به صدر ډونلډ ټرمپ پخپله كوي ، د امریکې نائب صدر

مزید خبریں
واشنګټن ۔10فروري (اے پي پي)د امریکی نائب صدر جے ډي وینس اعلان کړے دے چې صدر ډونلډ ټرمپ به د ایران سره خبرو اترو كښې د ریډ لائنز په اړه حتمي فیصله کوي ۔ د العربیه اردو تر مخه جے ډي وینس په یریوان كښې يو پریس کانفرنس ته ووئېل كه مونږ د ایرانیانو سره كېدونكې خبرې اترې بيا رايادې كړو چې ډونلډ ټرمپ د يوې داسې رغنده لوظنامې ته د رسېدو لپاره هڅې كولې کومه چې د امریکې په ګته وه ، خو رښتيا خبره دا ده چې ټوله انتظامیه په دې خبره متفق وه ۔ هغه ووئېل كه ایران لوظ نامې لپاره د ډېرې اوښيارتيا نه كار اغستے ؤ نو دا به د هغوي په پخپله ګټه هم تمامېده ۔ ده ووئېل زه به دا ضد پرېږدم چې هغه د خبرو لپاره څه حدود مقرر کول غواړي ۔ هغه په عام توګه دا كار په خفیه ډول كوي او دا اعلان نه كوي چې هغه به خبرو كښې څه كوي ځكه چې د هغه خيال دے چې دې سره هغه تړلے كېږي ۔ جے ډي وینس دا هم ووئېل د امریکی صدر په راروانو ورځو او اوونيو په مهال به د خپلې ډلې او د نورو كسانو سره مهمې خبرې وكړي ۔








