د خاص وګړو خيال ساتلو په اړه جوړ فاؤنډېشن كښې زده كړي ترلاسه كوونكو د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره، د سېنېټ چارواكو لخوا هركلے

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خاص وګړو خيال ساتلو په اړه جوړ فاؤنډېشن كښې زد ه كړې ترلاسه كوونكو د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره وكړه۔ پارليمنټ هاؤس ته په رسيدو د پلاوي د سېنېټ سيکرټريټ چارواكو هركلے وكړو۔پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره وكړه چرته چې هغوي ته د پاکستان پارليماني تاريخ، د آئين تشکيل او قانون سازۍ عمل د بېلو مراحلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔پلاوي …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خاص وګړو خيال ساتلو په اړه جوړ فاؤنډېشن كښې زد ه كړې ترلاسه كوونكو د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره وكړه۔ پارليمنټ هاؤس ته په رسيدو د پلاوي د سېنېټ سيکرټريټ چارواكو هركلے وكړو۔پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره وكړه چرته چې هغوي ته د پاکستان پارليماني تاريخ، د آئين تشکيل او قانون سازۍ عمل د بېلو مراحلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔پلاوي د ګلي دستورِ دوره هم وكړه۔دې نه پس پلاوي د سېنېټ هال دوره وكړه چرته چې د پارليمنټ د كار نظامِ ، سېنېټ په کردار، قانون سازۍ په تګلاره او د قائمه کمېټيو کردار په اړه كوټلې بريفنګ وركړے شو۔زدكوونكو پارليماني کارروائي او جمهوري عمل كښې خوښي څركنده كړه او دا دوره ئې زياته معلوماتي او ګټه وره ګرځولو سره د سېنېټ سيکرټريټ انتظامات وستائېل۔

مزید خبریں