افغانستان سره ترهګري او تجارت يو ځايې روان پاتے كيدے نه شي: ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې افغان څخه ترهګري او افغانستان سره تجارت دواړه يو ځاې روان پاتے كېدے نه شي٬ افغانستان سره د پوليزو لارو بند پاتې كېدو څخه وروستو 11 سوه نه زيات پاكستانيان وطن ته بېرته راغلې دي٬ افغانستان سره آمد ورفت لپاره فضائي لاره پرانستې ده۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د پاك …

اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې افغان څخه ترهګري او افغانستان سره تجارت دواړه يو ځاې روان پاتے كېدے نه شي٬ افغانستان سره د پوليزو لارو بند پاتې كېدو څخه وروستو 11 سوه نه زيات پاكستانيان وطن ته بېرته راغلې دي٬ افغانستان سره آمد ورفت لپاره فضائي لاره پرانستې ده۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د پاك افغان پولې بندش له امله طالبعلمانو ته د پېښو ستونزو حوالې سره د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ايوان ته ووئيل چې دا مهال 947 پاکستانی زده كوؤنكي په افغانستان كښې موجود دي او زمونږ سفارت هغوي سره رابطه كښې دے۔ د انجم عقیل د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په افغانستان كښې د زده كړو ترلاسه كوونكو ټوله شمېره 2050 ده۔ په دوئي كښې اكثريت په كابل او جلال آباد كښې د طب په څانګه كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ د پولې له بندش څخه وړاندې دوئي په روډ راتلل۔ اکتوبر 2025 كښې په پاكستاني پوستو له بريد وروستو پوله بنده كړې شوې ده۔ دغې څخه وروستو پاكستان ځوابي كارروائي وكړه۔ مذاكرات هم وشول بياهم طالبان حكومت پاكستان ته دا باور وركولے نه شي چې هغه به له خپلې پولې څخه د دراندازۍ مخه ونيسي۔ ده ووئيل 11 سو پاکستانی طالبعلم په فضائي لاره بېرته راغلي دي او نورو خپلې زده كړې روانې ساتلې دي

مزید خبریں