ابوظهبي۔ 10 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ابوظهبئ كښې د متحده عرب امارات د فيډرل نېشنل كونسل سپيكر صقر غباش سره ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د شرېكو ژورو ٬ تاريخي او د ورورولۍ اړيكو په بابله د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سېنېټ سېكرټريټ نه جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو د پاكستان او متحده عرب امارات تر مينځه په شته ژورو …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د يو اے اي د فيډرل نيشنل كونسل سپيكر صقر غباش سره ملاقات ٬ د شريكو ژورو ٬ تاريخي او د ورورولۍ اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ابوظهبي۔ 10 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ابوظهبئ كښې د متحده عرب امارات د فيډرل نېشنل كونسل سپيكر صقر غباش سره ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د شرېكو ژورو ٬ تاريخي او د ورورولۍ اړيكو په بابله د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سېنېټ سېكرټريټ نه جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو د پاكستان او متحده عرب امارات تر مينځه په شته ژورو ٬ تاريخي او د ورورولۍ په اړيكو تفصيلي خبرې وكړې كومې چې په شريك احترام٬ اقدارو او د ډېرې مودې په مرسته اډانه دي۔ دوي په دوه اړخيزه اړيكو كښې یه اوسنو كلونو په مهال په شوي پېشرفت د اطمېنان څرګندونې په خاص توګه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د اولسي روابط په څانګو كښې د پراختيا ستائنه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د سپيكر صقر غباش د تود هر كلي او مېلسمتيا مننې كولو سره د پاكستان معاشي استحكام كښې د يو اے اي د ګټور او موثر كردار ستائنه وكړه۔ دوي د متحده عرب امارات د اړخه پاكستان كښې د 10 ارب ډالره د سرمايه كارۍ عزم د دواړو هېوادونو تر مينځه د باور او د مضبوطې شراكت دارۍ واضحه مثال وګرځولو ۔ د سېنېټ چيرمېن سپيكر فېډرل نېشنل كونسل ته د پاكستان دورې رسمي بلنه هم وركړه كومه چې هغه په خوشحالۍ قبلولو سره ووئېل زه د پاكستان دورې ته منتظر يم ۔ هغه ووئېل دا دوره د پارلماني مرستې مضبوطولو او د نوو څانګو د اشتراك څانګو كښې موقعو لټولو لپاره به مرستياله وګرځي۔ ملاقات كښې پارلماني سفارتكارۍ ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه په تفصيلي توګه وشوه۔داوړو لارښودو منطقه كښې امن ٬ استحكام او د خوشحالۍ ودې لپاره د شريكو هلو ځلو په ضرورت زور راوړو۔ د هغوي وېنا وه دا ملاقات به د پاكستان او متحده عرب امارات تر مينځه د اوسنو ژورو دوستانه اړيكو د لا مضبوطولو باعث به وګرځي په سباون كښې به دوه اړخيزه مرستې ته لا وده تر لاسه شي۔










