اسلام آباد۔ 9 فروري(اے پي پي) سپريم كورټ آف پاكستان كښې د پاكستان تحريك انصاف باني خلاف د توشه خانه پوځداري كېس په اړه په دائر درخواست اورېدنه وشوه چې پكښې د ټرائل كورټ كاروائي غېر قانوني ګرځولو استدعا شوې وه۔ عدالت فرېقېن ته د نهې ورځ د 10 فرورۍ نوټس جاري كولو سره د باني په زندان كښې د موجوده حالت په اره رپورټ وغوښتلو۔ د سپريم كورټ په …
سپريم كورټ كښې د باني پي ټي آئې خلاف د توشه خانه پوځداري كېس سماعت٬ فرېقېن ته نوټس جاري٬ زندان كښې د حالت په اړه رپورټ وغوښتلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 9 فروري(اے پي پي) سپريم كورټ آف پاكستان كښې د پاكستان تحريك انصاف باني خلاف د توشه خانه پوځداري كېس په اړه په دائر درخواست اورېدنه وشوه چې پكښې د ټرائل كورټ كاروائي غېر قانوني ګرځولو استدعا شوې وه۔ عدالت فرېقېن ته د نهې ورځ د 10 فرورۍ نوټس جاري كولو سره د باني په زندان كښې د موجوده حالت په اره رپورټ وغوښتلو۔ د سپريم كورټ په چيف جسټس ٬ جسټس يخيې آفريدي او په جسټس شاهد بلال حسن مشتمل دوه كسيز بنچ د ګل په ورځ سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال د پي ټي آئې د باني وكيل لطيف كهوسه موقف اختيار كړو چې ماته دې د خپل موكل سره د مولاقات اجازه راكړې شي ۔ په دې چيف جسټس ريماركس وركړل چې د ملاقات په اړه به هم پرېكړه وكړې شي او بل فريق ته د نوټس وركولو نه غېر كوم حكم نشي جاري كېدے ۔ دغسې عدالت د كېس سماعت تر نهې ورځ وځنډلو۔ د سماعت په مهال سپريم كورټ په سائفر كېس د درې كسيز بنچ تشكيلولو حكم وركړو او په القادر ټرسټ كېس كښې يې د پي ټي آئې باني د ضمانت درخواست په غېر موثر كېدو خارج كړو۔ دغسې په توشه خانه كېس د پي ټي آئې باني او د بشرې بي بي ضمانت د منسوخۍ درخواستونه هم په غېر موثره كېدو خارج كړے شول۔۔عدالت د 9 مئ لاهور پیښو په اړه د پي ټي آئي د باني د ضمانت منسوخۍ درخواستونو سماعت له هم د درې كسيز بنچ حكم جاري كړو ٬ دغسې په سائفر كېس او 9 مئ پیښو په اړه يې د ضمانت منسوخۍ درخواستونو سماعت تر دوو اوونيو وځنډولو۔










