ګورنر فيصل کريم کنډي د پمز روغتون دوره ٬ ځانمرګي بريد كښې د ژوبل شوو كسانو عيادت

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ګل په ورځ د پمز روغتون دورې كولو سره په اسلام آباد ترلائي سيمه كښې په ځانمرګي بريد كښې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه وكړه ۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې ګورنر ووئيل چې دلته د ژوبل شوو كسانو تپوس له راغلے يم٬ دا ډېره ناوړه پېښه ده٬ ترهګرو بزدلانه بريد …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ګل په ورځ د پمز روغتون دورې كولو سره په اسلام آباد ترلائي سيمه كښې په ځانمرګي بريد كښې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه وكړه ۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې ګورنر ووئيل چې دلته د ژوبل شوو كسانو تپوس له راغلے يم٬ دا ډېره ناوړه پېښه ده٬ ترهګرو بزدلانه بريد كړے٬ الله پاك دې شهيدانو له لوړې درجې نصيب كړي او ژوبل شوو ته دې زر روغ صحت وركړي۔ ده ووئيل پوليس او د امنيتي ځواكونو ځوانان او اولس شهيدان كېږي٬ بي اېل اے٬ فتنة الخوارج او فتنة الهند پراكسي كوي٬ ترهګر به نه پرېږدو٬ د هغوي د بزدلانه بريدونو څخه نه ېرېږو۔ ده ووئيل دښمن عناصر په جومات او بيا په وزيرستان كښې هم د ترهګرۍ بريدونه كړي٬ هند د پاكستان نه په جنګ كښې د ماتي خوړولو نه وروستو دغه عناصر فعاله كړي دي٬ نړۍ د پاكستان د كاميابۍ ستائنه كوي ٬ ده ووئېل د فيلډ مارشل په مشرۍ كښې پاك پوځ د اولس تحفظ كوي۔

مزید خبریں