د سېنېټ غونډه،اسلام آباد كښې په 6 فرورۍ د شوي ځانمرګي بريد غندنه،اړوند قرارداد منظور شو

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې د ګل په ورځ اسلام آباد كښې په 6 فرورۍ د شوي ځانمرګي بريد غندنې كولو په اړه يو متفق قرارداد منظور کړے شوے چې پكښې د پېښې شفاف او په وخت پلټنو لپاره د عدالتی کمیشن جوړولو غوښتنه شوې ده ۔قرارداد كښې وئيلي شوي چې اسلام آباد كښې بے ګناه وګړو په نخښه كوونكو دا پېښه د …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې د ګل په ورځ اسلام آباد كښې په 6 فرورۍ د شوي ځانمرګي بريد غندنې كولو په اړه يو متفق قرارداد منظور کړے شوے چې پكښې د پېښې شفاف او په وخت پلټنو لپاره د عدالتی کمیشن جوړولو غوښتنه شوې ده ۔قرارداد كښې وئيلي شوي چې اسلام آباد كښې بے ګناه وګړو په نخښه كوونكو دا پېښه د غندني وړ ده د كومي په نتيجه كښې چې قیمتی ځاني زيان شوے۔ ایوان د ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ سېنېټ واضحه كړه چې د وګړو،اولسي ځايونو او مذهبی اجتماعات په نخښه كولو د اسلام، انسانیت او آئین پاکستان د اقدار په ضد فعل دے۔ قرارداد كښې قانون نافذ کوونكو ادارو او مرستيالو ډلو ته په وخت کارروائی کولو پيرزوئنې وړاندې شوي۔سېنېټ د حکومت څخه غوښتنه كړي چې د بريد بشپړه ، پاكې او ټاكلې موده كښې پلټني وكړې شي او د ترهه ګرۍ مرتکب كسانو ، سهولت کارو او سر پرستانو له د قانون له مخې سزا وركړې شي۔ قرارداد كښې د وفاقی پايه تخت پشمول د حساس ځايونو امنيت او د انټیلی جنس رابطو په لا قوي كولو هم زور راوړلے شوے۔قرارداد له مخې د پېښې كوټلو پلټنو لپاره دې په سمدستي توګه عدالتی کمیشن جوړ كړے شي او د هغې رپورټ دې په څلورو اوونو كښې سېنېټ ته وړاندې كړې شي۔

مزید خبریں