انصاف نظام كښې د وكيلانو كردار بنيادي او ځانګړے حېثيت لري۔سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي حكومت د وكيلانو خېرښېګړې او د بار ادارو استحكام خپل ترجيحات ګښې شامل كړي دي ځكه چې د انصاف نظام كښې د وكيلانو كردار بنيادي او ځانګړے حېثيت لري۔وياند له مخې ده دا خبره د مختلف بار اېسوسي اېشنز وكيلانو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔د قانون او انصاف وفاقي وزير …

اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي حكومت د وكيلانو خېرښېګړې او د بار ادارو استحكام خپل ترجيحات ګښې شامل كړي دي ځكه چې د انصاف نظام كښې د وكيلانو كردار بنيادي او ځانګړے حېثيت لري۔وياند له مخې ده دا خبره د مختلف بار اېسوسي اېشنز وكيلانو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔د قانون او انصاف وفاقي وزير سره د ګل په ورځ اسلام آباد٬بهاولپور٬ساهيوال او د فيصل آباد بار اېسوسي ايشنز صدر او عهديدارو ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې وكيلانو ته د ورامخې ته شوې انتظامي او پيشه وره مسئلو٬عدالتي نظام كښې آسانۍ وركولو او د بار ادارو مضبوطيا په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔سينيټر اعظم نذير تارړ ووئېل حكومت د وكيلانو ورورولۍ ته د ورمخې ته شوو مسئلو حل لپاره سنجيده اقدامات كوي او د بار ادارو مضبوطولو لپاره د عملي اقدامات لړۍ به روانه ساتي۔ده د وكيلانو او حكومت ترمينځه د موثر رابطو په ضرورت زور راوړلو سره ووئېل په شريكه مرسته د انصاف نظام ښه كولې شو۔ د بار استازو د وكيلانو مسئلو حل لپاره د قانون او انصاف وزارت مرسته وستائېله او د حكومت لخوا يې د وكيلانو خېرښېګړی لپاره په پورته كړو اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه ۔د ملاقات په اختتام په دې امر اتفاق وكړے شو چې د وكيلانو مسئلې٬عدالتي اصلاحات او د بار ادارو استحكام لپاره د مشاورت عمل به راتلونكې كښې هم روان ساتلېے شي۔

مزید خبریں